ایکنانیوز د صدی البلد په حواله راپور راکړی،دمصر د الازهر د فتوا نړیوال مرکز د «قدوة» نومې پروژې په چوکاټ کې او د ستمبر په ۲۵ د مصري قاري او مفکر د شیخ محمد الصیفي،چې په عشر یا لسو قرائتونو کې ئې ډير مهارت درلود، د وفات په کليزې کې هغه معرفي کړی دی.
دغه مرکز شیخ الصیفي ته د «ابوالقراء» لقب ورکړی او ویلي ئې دي: شیخ محمد الصیفي په ۱۸۸۵ کې په مصر د قلیوبیه ولایت په البرادعه کلی کې زیږیدلی و. هغه په ماشومتوب کې د خپل کلی په مکتب خانې کې د قرآن حفظ پیل کړ او په ۱۰ کلنۍ کې ئې ټول قرآن حفظ کړ.
دا مصري قاري په ۱۹۰۴ کې قاهره ته لاړ، څو په عباسیه سیمې کې دیره او الازهر پوهنتون سره یوځای شي.
دا قراني استاد په ۱۹۱۰ کې د الازهر پوهنتون د شریعت او حقوق له پوهنځي څخه ډیپلومه ترلاسه کړه. له هغه وخت څخه هغه په فقې، قراني علومو، لسو قرائتونو او د تلاوت په هنر کې مهارت ترلاسه کړ.
د شیخ الصیفي نوم د مصر د تلاوت په اسمان کې ځلیدلی و او وروسته چې د قرائتونو د علومو او تلاوت هنر استاد شو، نو د «ابوالقراء» (د قاریانو پلار) شهرت ته ورسید.
څو مشهور علماوو د تلاوت په خاطر د هغه شاګردي کړې وه او د هغه شهرت دومره زیات شو چې د خلکو او پاچاهانو لخوا ئې درناوی کېد او د مصر د قرآن اصیل تلاوت مکتب د پاتې کېدو سمبول شو.
د شیخ تلاوتونه له قرآن څخه د خشوع او اغیزې له امله مختلف وو او د هغه قراني پیغام نړۍ ته رسوي. د هغه ضبط شوي تلاوتونو له لارې د مصر راډیو له برلین، لندن او مسکو راډیوګانو څخه خپرید چې د قرآن پیغام د نړیوالوال کیدا ثبوت دی.
هغه د قرآن کریم راډیو د پیل مراسمو کې ګډون هم کړی و او له لومړیو کسانو څخه و چې د دې مصري راډیو له جوړیدو وروسته ئې په کې تلاوت کړی و.
دا مصري قاري د ۱۹۵۵ کال په سپټمبر کې په ۵۵ کلنۍ کې وفات شو، په داسې حال کې چې یو مهم علمي میراث ئې پریښود او غږ ئې چې لا هم غمجن دی.
په پای کې به د محمد الصیفي غږ سره د کهف مبارکې سورې له ۵۸ څخه تر ۷۸ آیتونو تلاوت په ګډه سره آورو.
https://iqna.ir/fa/news/4307336