IQNA

 د صمود فوټیلا کشتیو کاروان په درو ورځو کې غزې ته رسیږي

10:26 - September 30, 2025
د خبر لمبر: 3491792
ایکنا-  خبری سرچینو راپور ورکړی چې د صمود نړیوالو کشتیو  کاروان چې  دانسان دوستۍ مرستې ئې  غزې ته درسولو په نیّت سره بار کړي دی ، دغې سیمې ته د حرکت په حال کې دی او اوس یوازې  دغه ښآر سره تر درو ورځو پورې واټن لري.

یکنانیوز  د ا لجزیره له قوله راپور راکړی، د غزې د ماتولو نړیوالې کمیټې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي چې د صمود فوټیلا کشتیو نړیوال کاروان همدااوس د مصر  د مرسی مطروح بندر په شمال کې دی او  غزې ته تر رسیدو پورې  کابو ۶۶۵ کلومیټر واټن پاتې دی.

 ددغې اعلامیې په اساس،  په دغه کاروان کې کابو ۴۵ کشتۍ بار دي او اټکل کیږي چې په راتلونکو درو ورځو کې به د غزې سواحلو ته ورسیږي

له تیرو څو اونیو راهسې په لسګونو بار کشتئ  د صمود فوټیلا نړیوال کاروان په شکل کې د غزې د کلابندۍ د ماتولو او د غزې مظلومو خلکو ته د انسان دوستۍ د مرستو درسولو په موخې سره له مرستندویه سامانونه بار کړی  او د غزې په لور روان شوي دی.

دا لومړی ځل دی چې دومره مرستندویه سامانونو بار دومره کشتۍ دغزې په لور چې کابو دوه نیم میلیون بې څوکه او مظلوم خلک په کلابند شوي او وحشي صهیونیسټي رژيم د درستې نړۍ په تیره بیا د اسلامی نړئ د بډایه اوشتمنو هیوادونو دسترګو په وړاندې پرې له اتلسو کلونو راهسې لارې بندې کړی دي او له تیرو کابو دوه نیمو کلونو راهسې ئې ورباندې په بشپړ ډول خوراکی او درملیز توکي هم بند کړي او پر دوي ئې درستې لارې تړلي دي،دوي غواړي  له دغو بې څوکه خلکو سره مرستې وکړي او دهغوي ژوند وژغوري.

له بل پلوه راپورونه ښئ چې صهیونیسټي رسنیو لیکلي دي،چې صهیونیسټي رژيم د سمندری ځانګړی ځواک  په لسګونو چورلکې  او په سلګونو ځانګړي ځواکونه د غزې د کلابندۍ د ماتونکو کشتیو  له کاروان سره د مقابلې او دهغوی د نیولو او ضبطولو په موخې سره چمتوو شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4307743

captcha