د ایکنانیوز د راپور له مخې، د روسيې د قرآن د نړیوالو سیالیو د درویشتم پړاؤ سیالۍ د منی فصل (پاییز) یعني د اکتوبر له ۱۵ تر ۱۸ پورې یا ( د لړم یا عقرب د میاشتې له ۲۳ تر ۲۶ نیټې پورې ) په مسکو کې ترسره کیږي.
له قم ولایت څخه ممتاز قاري او د حضرت معصومه (س) مقدس حرم او د جمکران مسجد قاري او مؤذن، اسحاق عبدالهي، او د قاریانو د بلنې او د لیږلو د کمېټې لخوا په دغې نړیوالې سیالۍ کې د ګډون لپاره غوره شوی دی.
هغه تېر کال د مداحئ په برخې کې د اوقاف او خیریه چارو د ادارې څخه د قرآن کریم څوارلسمې او اوومې مرحلې په عمومي سیالیو کې ( د لړم یا عقرب ۱۴۰۳/تبریز) د نارینه ؤ د تحقیق قرائت په څانګې کې پنځم مقام ترلاسه کړی ؤ.
اسحاق عبدالهي د قرآن معلم دی او د بسیج او د سرې میاشتې د ټولنې په ملي سیالیو کې ئې لومړی مقام ګټلی او هغه د حضرت بی بی معصومه (س) مقدس آستان استازي په توګه د قرآن کریم د کربلا دجایزې د حفظ او قرائت نړیوالې سیالۍ په دریم پړاؤ کې د تحقیق قرائت په څانګې کې څلورم مقام ترلاسه کړی دی.
په دې کال پيښې کې ایران یوازې د قرآن کریم د قرائت په څانګې کې کسان لیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4308981