IQNA

په  بنگله دېش کې د قرآن سپکاوی کوونکی زده کړیال  زنداني شو

14:41 - October 07, 2025
د خبر لمبر: 3491826
ایکنا -  دبنګله دیش د شمال-جنوب پوهنتون (North South University) یو زده کړیال  د قرآن کریم  د سپکاوي په دلیل   پولیسو لخوا بندي  شوی دی.

 ایکنانیوز  د observerbd له قوله راپور راکړ، په بنگله دیش کې د بهاتارا پولیسو د شمال-جنوب پوهنتون (North South University) یو زده کړیال د قرآن کریم  د سپکاوی په دلیل  بندی کړی دی.

۲۲ کلن آپوربو د شنبې په سهار په خپل فيسبوک پاڼې کې پنځه ویډیوګانې  آپلوډ کړې وې چې ښودل ئې چې هغه د پوهنتون له درس څخه بهر د قرآن کریم یوې نسخې پاڼې شلولي او ټوټې ټوټې ئې  کړي دي.

کله چې آپوربو د نورو زده کړیالانو له اعتراض سره مخ شو، نو ادعا ئې وکړه چې دا کتاب د هغه پلار  په پیسو سره اخیستل شوی دی او هغه حق لري چې ورسره هر ډول  کار  وکړي.

دا فيلم ښئي چې سختې شخړې رامنځته شوې دي او یو له زده کړیالانو څخه هغه ته یادونه کوي چې دا ډول ګامونه په هغه هېواد کې چې ۹۰ سلنه نفوس ئې مسلمانان دي،  د منلو وړ نه  دي.

د  بنګله دیش پوهنتون امنیتي کارکوونکو زر مداخلت وکړ  او آپوربو ئې له ځایه وویست. دا پېښه هغه وخت رامنځته شوې چې یو ښوونکي د  ورو کېدلو له امله د هغه د درس په کلاس کې د داخلېدو مخه ونیوله او هغه مجبور شو چې له درس څخه بهر کیني.

د پوهنتون فيسبوک پاڼې، د دغې پېښو تفصیلات تشریح او توضیح کړي چې څنګه آپوربو  قصدا قرآن کریم پر ځمکې  غورځوي او په لګتو ئې وهي  او بیا ئې پاڼې پاڼې  او ورڅخه  فيلم  جوړوي.

د پوهنتون مخینه  ښئي چې آپوربو له مخکې څخه د انضباطي  خلاف ورزیو او غیراخلاقي چلند په وجه  د دریم نیمائي ترم لپاره له تعلیمه بې برخې شوی و.

باید ووئيل شي؛ ځینې مفسرینو د مقدساتو د سپکاوي کونکو لپاره د شریعت پر بنسټ د سزاګانو غوښتنه کړې ده، په شمول د پانسئ سزا، په داسې حال کې چې ځینې نور د بنگله دېش موجود قانوني چوکاټ  په اساس  د قانوني تعقیب ملاتړ کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4308979

captcha