ایکنانیوز د الخلیج له قوله راپور راکړ، د شارجې د قرآن او سنت بنسټ د ۲۰۲۴ کال لپاره د دغه فاؤنډیشن د قرآن د حفظ د کړیو د دویم پړاؤ د نهائي سیالیو د نتیجې دستورې ترسره شوې. په دغو مراسمو کې د بنسټ د هیئت مدیرې مشر؛ سلطان مطر بن دلموک الکتبی،د بنسټ مدیر؛ عمر علی الشامسي، د شارجه قرآن کریم اکاډمۍ عمومي منشي دکر عبدالله خلف الحسنی، او څو نور اماراتي دیني مقاماتو، د قرآن د زده کړیالانو والدین او خپلوانو ګډون وکړ.
په دغو دستورو کې د بنسټ د قرآن له زده کړیالانو څخه د ۹۵ حافظانو، چې په کې ۶۶ نارینه او ۲۹ ښځې دي ، چې د قرآن کریم د بشپړ حفظ لپاره ئې ډيرې هڅې کړې وې، ستاینه وشوه.
د شارجې جایزه د دغه بنسټ د ماموریت په چوکاټ کې ورکول کیږي چې د قرآني استادانو نسلونه روزي چې له ښو اخلاقو سره حفظ یوځای کړي او د اماراتو د ټولنې هویت پیاوړی کړي. همدارنګه، دا جایزه د شارجه امارت لید د علم او ایمان لومړۍ څراغ او د قرآن کریم لپاره د نړیوالوخدماتو د مرکز په توګه د الهی کتاب حافظانو روزنې لید ترسره کوي.
مراسم د اماراتو له ملي سرود سره پیل شول او ورپسې، د قرآن یوه ممتاز زده کړیال لخوا د قرآن کریم په زړه پورې تلاوت وشو. په دوام کې، د دغې جایزې د سفر، مرحلو او د هغو له پیل راهیسې د ترلاسه شویو لاسته راوړنو په اړه یو ویډیو، چې په کې د بنسټ د قرآني حفظ د کړیو په هڅو باندې ټینګار شوی دی په ټول امارت کې او همدارنګه د دې بنسټ د قرآن حفظ جایزې دستورې خپرې شوې.
د بنسټ د عمومی ریاست مشر سلطان الکتبی، ، په خپلې وینا کې وویل: نن مونږ ټول د یوې لویې ویاړمنۍ په وړاندې ولاړ یو چې زمونږ زامنو او لوڼو ستاینه کیږي چې الله تعالی د خپل مقدس کتاب د حفظ لپاره غوره کړي دي. زه د دې لوړې جایزې لپاره چې بې مثاله ده، دوی ته مبارکي وایم. دا حافظان د قرآن له ویاړمنۍ څخه لوړ مقام ته رسېدلي دي او لوړ مقام ته چې الله تعالی د هغوی لپاره بیّل کړی دی او د بیلګې په توګه ئې ځای پر ځای کړی دی. دا مراسم له ۹۵ غوره نارینه او ښځو حافظانو ستاینې سره پای ته ورسېد.
https://iqna.ir/fa/news/4309072