IQNA

ایکنانیوز راپور ورکوي!

غزه له دوه کلن جنګه وروسته  میناره او ګبنسئ نه لري

10:36 - October 09, 2025
د خبر لمبر: 3491835
ایکنا – د وحشي صهیونیستي رژیم  د نسل وژنې په دوو کلونو کې  هوائي حملې ، د توپونو او توغندیو حملې د عامو خلکو  هستوګنو او تاسیساتو پورې محدودې نه شوې، بلکې جوماتونه او هغه دیني ځایونه چې  د غزې تړانګې  د هویّت او خاطرو نه بلیدونکې برخې  جوړوي هم پکې شاملې دي.

یکنانیوز راپور راکوي،د رسمي احصایو په اساس، د اسرائيلو وحشي او نیواکګر رژيم  په غزې تړانګې کې له یوزر  دوه سوه څلور څلويښتوجوماتونو څخه  څه دپاسه ۸۳۵ جوماتونه په کنډوالو بدل کړي ا و څه د پاسه یو سل اتیا  نور ئې په جزئي توګه ړنګ کړي دي.

د نسل وژنې هغه جنګ چې  اسرائيلو په غزې تړانګې کې تر دوو کلونو پورې جارې وساتلو ،نه  ئې په خلکو او نه ئې هم په کورونو رحم وکړ ا و د خپلو ورانونکو تجهیزاتو سره ئې ، د  تاریخي او لرغونو جوماتونو و دانئ او مینارې  چې  د غزې تړانګې د تاریخي هویّت ا ژوروالي له پيړیو پیړیو راهسې بیلګه وې، هم په نښه کړي دي.

پر هغو لسګونو زره مرګ ژوبلو او  سربیره او پر هغو کورونو سربیره چې له خاورو سره خاورې شوي دي،  ددغو  جنایتونو لمن  جوماتونو او هغو مینارو ته هم پراخه شوې چې  اوس  هم په خپلو کنډوالو د پاسه پرتې دي.

ډیر هغه جوماتونه چې مخینه ئې مملوکي او عثماني پړاؤنو ته ګرځي ، په هغو بوږنونکو حملو کې  چې دغزې تړانګې دیني اوتاریخي میراث ګواښي، له خاورو سره خاورې شوي دي او په عین حال کې  ځینو ډير زیات تاوانونه لیدلي دي.

غزه مناره ندارد

په هغو غوره جوماتونو کې  چې د اسرائيلو په وسیله د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اتمه ټارګټ شوي دي ، په هغو کې مسجد جامع المعمري  چې د غزې یو ترټولو پخوانی اوغوره جومات ته   او د  د پخوانی ښار په مینځ کې او له پخواني بازار کې واقع دی په کنډوالې بدل شوی دی.

مسجد سید هاشم ؛ ویل کیږي دغه جومات چې دغزې ښار په ختیځ کې په دراج کوڅې کې واقع دی ،  د اسلام د ګران پيغمبر (ص) نیکه بزرګوار هاشم بن عبد مناف  آرامګاه دی ، چې  نامه ئې  له ؛غزه هاشم؛ ښار سره غوټه خوړلې ده.

غزه گنبد و مناره ندارد

د کاتب ولایه جامع جومات ! دغه جومات  د پورفیریوس کلیسا سره ګډ دیوال لري ، او دغزې ښار یو ترټولو مهم  تاریخي جومات حسابیږي.

مسجد ابن عثمان! دا جومات چې  له العمری لوي جومات وروسته په غزې ښار کې دوهم لوي تاریخی جومات دی ،تقریبا دوه زره مربع میټره مساحت لري. دغه جومات  چې مربع السوص  سړک کې په شجاعیه کوڅې کې واقع دی ، د مملوکي معمارئ یوه غوره نمونه حسابیږي  چې ډیره په زړه پورې معماري او ښکلاؤ سره جوړ شوی ؤ .

 د علی بن مروان جومات!  د غزې ښار یو ترټولو مشهور  جومات د پخواني ښار له ختیځي دیوال څخه بهر  په تفاح کوڅې کې واقع دی.

غزه گنبد و مناره ندارد

د شیخ عثمان قشقر جومات! دا د غزې ښار یو ترټولو پخوانی جومات دی چې په ۱۲۲۳میلادي کال کې جوړ شوی ،یوازې  ۷۰ مربع میټره مساحت لري.

د خان یونس جامع جومات !  دا  دغزې تړانګې په جنوب کې په خان یونس ښار کې ترټولو لوي  جومات دی.

د جوماتونو په کنډوالو بدلول   د صهیونیسټانو له رسمي ملاتړه برخمن دي  داسې چې د  وحشي صهیونیستي رژيم  د داخلی امنیت وزیر ایتامار بن ګویر ادعا کړې وه چې  جوماتونه  د اسرائيلو په شد د ترهه ګرئ  په یوه اصلي مرکز بدل شوي دي.

غزه گنبد و مناره ندارد

 اسرائیل هغه مهال چې  جوماتونه له لمونځ کونکو خالي دي ،حمله نه  کوي، د صهیونیسټي وحشی رژيم جنګي الوتکې معمولا  د لمانځه په وخت، د لمون ګوزارو پر سرونو جوماتونه ړنګوي  چې دا چاره  دغزې تړانګې په مختلفو  سیمو کې د سلګونو لمونځ ګوزارو د شهادت لامل  شوې ده.

غزه گنبد و مناره ندارد

دوي جوماتونه او عبادتځایونه له خاورو سره خاورې کړي  او په کنډوالو ئې بدل کړي  او له هر هغه جومات سره چې په کنډوالو بدل شوی دی ،په سلګونو لمونځ ګوزار او دهغه شاوخوا ګاونډیان ئې کډه په سر کړي او  دهغو په شاوخوا کې ئې  خدماتي او او د اوقافو مرکزونه هم په کنډوالو بدل کړي دي.

غزه گنبد و مناره ندارد

 او په پاي کې ، هیڅ شک نشته چې  د جوماتونو دفاع  او  دهغو کسانو مخه نیولل چې ورباندې حمله کوي، یوه الهي دنده ده، خداوند متعال  هغو کسانو ته چې  دهغه په جوماتونو کې مرسته کوي ، د ولولناکې کامیابۍ ځيری  ورکړی دی .د قرآن کریم د حج مبارکې سورې په ۴۰  سورې کې راغلي دي؛

الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ:   

؛ هغه مومنان چې په ناحقه  له خپلو کورونو  کډه په سر شوي دي  او کوم  جرم ئې نه درلود، له دې پرته چې  وئیل ئې؛ زمونږ پروردګار  یو واحد خداي دی . او که خداي ) جنګونه نه ختمولی، له ځینو کسانو ئې د ځينو کسانو شر  نه ختمولی ،نو هماغه جوماتونه ، عبادتځایونه  چې په هغو کې (لمونځ) او د خداي  ډير ذکر کیږي،ټول وران او په کنډوالو بدلیدلی، او هر هغه څوک  چې له خدای  سره مرسته کوي، البته خواي  به له هغوی سره مرسته وکړي، چې خداي د اقتدار اوتوانمنیو  منتها دی::::

غزه گنبد و مناره ندارد

غزه گنبد و مناره ندارد

غزه گنبد و مناره ندارد

غزه گنبد و مناره ندارد

https://iqna.ir/fa/news/4309516

captcha