IQNA

    په عراق کې د نړیوالو قاریانو د چمتووالي د دریم  پړاؤ ترسره کیدا

11:41 - October 09, 2025
د خبر لمبر: 3491837
ایکنا - د عباسي مقدس آستان پورې اړوند د قرآن کریم علمي ټولګې ، د قرآن نړیوالو قاریانو د تیارولو ددریم پړاؤ  ناسته  د اسلامي هېوادونو د پنځو استازو په ګډون سره په نجف  اشرف کې پیل شوې .

  ایکنانیوز د الکفیل  له قوله راپور راکړی، دا تعلیمي دوره په  نجف کې د قرآن کریم  د علمي کمپلیکس  له خوا، چې د حضرت عباس  علمدار(ع) د مقدس آستان د قرآن کریم اکاډمئ پورې اړه لري، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د دیني علومو  د طلبه ؤ او علمانو د قرآني پلان په چوکاټ کې ترسره کېږي.

شیخ مهدي قلندر البیاتي، چې د دې پړاؤ  یو ښوونکي دی، وویل: دا مؤسسه د عراقي او مصري رودو پر اساس ، د قاریانو د دریم پړاؤ د چمتو کولو غونډه د دیني علومو طلبه ؤ  له ۲۷ استازو څخه چې له عراق، ایران، پاکستان، تنزانیه او افغانستان څخه دي، پیل کړې ده. دا  مرحله د زده کړې د پروګرام یوه کوټلي مرحله ده   چې د متخصصو استاذانو  تر نظارت لاندې ده.

هغه زیاته کړه: د دغه پړاؤ  نصابي  پروګرام  ،د ګډون کوونکو د غږیزو مهارتونو  په پیاوړي کولو او د هغوی د لهجې  د وړتیاوو پر پراختیا تمرکز لري، چې له مخې ئې د قرآن د تلاوت په پرمختللې تکنیکونو کې عملي زده کړه شامله ده، چې دا پروګرام  هغوی په رسمي  قرآني  غونډو او پروګرامونو کې د تلاوت د وړاندې کولو  وړ کوي.

هغه تشریح کړه چې دا دوره  دوې  مرحلې لري: لومړۍ مرحله مقدماتي ده چې ګډون کوونکي د تلاوت له لومړنیو اصولو او د اجرا له  معیارونو سره بلد کوي، او دویمه مرحله تخصصي ده چې د هغوی تجروبې ژورې کوي او د تسلط کچه ئې لوړوي  څو په مقدسو حرمیّنو، مسجدونو، امامباړو  کې له قرآن سره د انس په  پروګرامونو کې ګډون وکړي، او همدارنګه د عراق په داخل  او بهر کې په  دیني مدرسو کې چمتو شي.

https://iqna.ir/fa/news/4309413 

captcha