
ایکنانیوز د الخليج له قوله راپور راکړی، په دغو سیالیو کې کې د ن امو د لیکلو وروستۍ نیټه د اکتوبر ۳۱ ( د عقرب نهمه نیټه اعلان شوی او د نامې د ثبتولو لپاره اړین اسنادو کې پاسپورټ کاپي، د معرفي کوونکي ادارې مهر لرونکي ثبت نام فورمه او یوه شخصي عکس شامل دي.
د اماراتو د اسلامي چارو، وقف او د زکات عمومي ادارې اعلان کړی چې د دغو سیالیو مقدماتي مرحلې د نومبر له ۳ ( څخه پیل کېږي او د نومبر تر ۲۱ پورې به دوام ولري او د نهائي مرحلې د ترسره کېدو وخت د ۲۰۲۶ کال د جنوري له ۲۰ تر ۳۰ نیټې پورې ترسره کیږي.
د دغو سیالیو ګډون کوونکي باید د ټول قرآن حفظ کوونکي وي، په تجوید احکامو او تلاوت مسلط وي او ښه غږ ولري او د هغوی عمر له ۳۵ کلونو څخه زیات نه وي.
همدارنګه، د ګډون کوونکو په هستوګنې هېوادونو کې معتبر رسمي ادارې باید کسان په دغې سیالۍ کې د ګډون لپاره معرفي کړي او له رسمي معرفئ پرته په شخصي مستقیم توګه غوښتې نه منل کېږي .
د اماراتو په قرآني جایزې کې ګډون کونکي باید له نړیوالو معتبرو او تایید شوو سیالیو څخه په درو کې یو وي او دا سیالۍ په تېرو درو کلونو کې او د اماراتو قرآني سیالۍ له دوهمې مرحلې څخه مخکې ترسره شوي وي.
په سیالۍ کې ګډون کوونکي به لیکلي او شفاهي امتحاناتو ته وګرځول شي چې د نړیوالو څارونکو کمېټې لخوا ترسره کېږي او همدارنګه د جایزې په ټولو مرحلو کې د چلند قواعدو، نظم او انضباط رعایتولو ته پابنده دي.
https://iqna.ir/fa/news/4310483