IQNA

امریکا او صهیونیسټي رژیم به د حزب الله د ناکامولو توان ونه لری

15:25 - October 18, 2025
د خبر لمبر: 3491879
ایکنا- د لبنان د حزب ا... ولسی  غورځنګ عمومی منشي  په یوه پیغام کې ټينګار وکړ،  صهیونیسټي رژيم او امریکا به د حزب ا... ولسی غورځنګ  د ناکامولو  هیڅ توان ونه لري.

  ایکنانیوز د العهد له قوله راپور راکړ، د لبنان د  حزب ا... ولسی  غورځنګ عمومی منشي شیخ نعیم قاسم  بیګا  په یوه پیغام کې ټينګار کړی غاصب او تیریګر اسرائيلی رژيم  او  مستکبره ا مریکا  هیڅکله هم  مونږ ته ماته نشي راکولی.

  هغه په دغه پیغام کې د حضرت امام مهدی سکاؤټ ټولنې غړو ته په خطاب کې ټينګار وکړ، د تاسو په ملګرتیا سره  به بشبړ سرښیندنې سره  له چیلنجونو سره مقابله وکړو او  دخداوندمتعال په غوښتې  سره  به د مونږ بیرغ  لوړ ځړَول شوی باقي پاتې  وي.

هغه په دوام کې ووئیل؛ د امام مهدی سکاؤټ ټولنې د غړو  په ملګرتیا  او ملتیا سره به فلسطین او قدس او د مونږ د   کړچار او حق لاره،  تل  د بشریّت او سیمې لپاره دخیر او ثبات ډالۍ کړي.

د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومی منشي زیاته کړه ،د تاسو په شتون کې به  مستکبره امریکا او غاصب اسرائیله هیڅکله هم مونږ ته دشکست راکولو توان ونه لری،ځکه  چې د لبنا ن خاوره  د شهیدانو په وینو سره خړوبه شوې څو پخپل وطن لبنان کې  سرلوړئ ،آزاد او خپلواکه ژوند وکړو ، او خپل کرار ژوند ته دوام ورکړو.

شیخ نعیم قاسم په پای کې روښانه کړه ، د امام مهدی سکاؤټ ټولنه  د  لوړتربیّت د بیلګې په لور د ځوان نسل  د هدایتولو لپاره  یوه رڼا ده  او د تاسو په ملګرتیا سره به بریالی شو څو  د انسان او ټاټوبی له آزادۍ سره یو ځاي سوله هم خوره شي.

  امام مهدی سکاؤټ ټولنه دحزب ا... ولسی غورځن د  کلتوری اوران په مستقیم نظارت سره  فعالیت کوي او  دلبنان په مختلفو سیمو په تیره بیا  په جنوب او  دبیروت په جنوبی ساحو کې فعالیتونه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4311135  

captcha