IQNA

 په خبرګانوشورا کې د کردستان نماینده!

قرآن؛د اقتصادي،کلتوري او سیاسي ژوندلپاره جامع منشور دی

13:47 - October 19, 2025
د خبر لمبر: 3491885
ایکنا - ماموستا فایق رستمي په دې په ټینګار سره چې قرآن کریم له یوه دیني کتاب څخه ډېر، د بشر ژوند اقتصادي، کلتوري او سیاسي برخو لپاره «جامع منشور» دی، وویل: دغه آسماني کتاب ته احترام د حکمت او رحمت څخه د ډکې سرچینې په وړاندې  د احترام په معنا دی.

ه کردستانه د ایکنانیوز د راپور له مخې  د ایران د د کردستان خلکو په خبرګانو کې نماینده او د سنندج د جمعې امام، ماموستا فایق رستمي، د ۱۴۰۴ لمريز د میزان یا تلې دمیاشتې په  ۲۶، په سنندج کې په فجر مجتمع کې د قرآن کریم د عمومی سیالیو د اته څلویښتم پړاؤ  په پرانستونکو دستورو کې د قرآن کریم په  لوړ مقام او عظمت ټینګار وکړ او وې و يل: د دې اسماني کتاب تکریم، په حقیقت کې د حکمت، شفا، رحمت څخه د ډکې سرچینې  په وړاندې احترام او  تعظیم دی چې د شخصي او ټولنیز پرمختګ او ودې لامل کېږي.

هغه زیاته کړه: د دغه الهي کلام عظمت دومره دی چې نه یوازې مسلمانان، بلکې ډېر غیر مسلمان مشهور متفکرین او پوهان هم  ورباندې  اعتراف کوی.

 د ایران په خبرګانو شورا کې د کردستان د خلکو نماینده د یو  بهرني عالم قوله ته اشاره وکړه او وييل: سره له دې چې زرګونه کتابونه په لاس کې لري، خو هیڅ یو ئې د قرآن په څېر  مجذوب کړی نه دی دی  په دې  باؤر لری  چې دا کتاب یعني قرآنی د بشر یا جناتو کلام نه دی، بلکې الهي دعوت دی چې د حرکت، عدالت، رحمت او د انسان ژوند د ښه کېدو لپاره دی.

هغه د رسول الله (ص) په دې حدیث باندې په استناد سره  چې «زړونه د  وسپنې په څېر زنگ نیسي او دا قرآن دی چې   صفا کوي ئې او آرامښت ورکوي ، وييل: قرآن د بشر د هدایت چراغ دی چې د رڼا، برکت او معنوي ارامتیا لور  انسان هدایتوي.

قرآن؛ منشوری جامع برای زندگی اقتصادی، فرهنگی و سیاسی

ماموستا رستمي د قرآني کلتور پراختیا، په ځانګړې توګه په  هېواد  او سنندج سیمې کې د زرګونو قاريانو شتون، د دغه مقدس کتاب په لور د خلکو د ژورې پاملرنې نښه وګڼله او دوام ئې ورکړ؛ قرآن له یوه دیني کتابه زیات، د انسان د لارښوونې لپاره کامل او جامع منشور دی چې د ژوند په ټولو برخو کې منجمله اقتصادي، کلتوري، سیاسي او ټولنیزو برخو  کې د انسان لارښونه کوي.

 کابو ۵۰ قرآني متخصصین او مخکښ قاريان به ددغو سیالیو په نارینه او ښځینه برخو کې  ددغو سیالیو  د قضاوت ا و ارزونې  چاره ترسره کړي او د سیالۍ دغه پړاؤ به کابو تر  ۱۰ ورځو  پورې دوام وکړي ،د راتلونکی لړم یا عقرب د میاشتې په  ۵، نیټه به د سیالیو  د پای غونډې په ترسره کولو او د پایلو  په اعلان سره پای ته ورسېږي.

https://kurdistan.iqna.ir/fa/news/4311361

captcha