IQNA

د «باب السلام» جومات  هندسي معماري؛ په لمانځه کې له ځانه د تیریدا یادونه 

11:01 - October 20, 2025
د خبر لمبر: 3491891
ایکنا -  باب السلام مسجد په عمان کې دی چې د خپلې بې مثاله معمارئ له مخې په یوه بېل ډول ډیزاین شوی  څو  په لمانځه کې   له ځانه د تیریدا   مفهوم بیا تعریف وکړي.

 ایکنانیوز راپور  راکوي،مسجد باب‌السلام، په ۲۰۲۳ کال کې په الجسر خیریه بنسټ سره پرانیستل شوی دی.

دا ځای د عماني کلتور په ساده والي کې تجسم شوی او د ساده او فکري ډیزاین له لارې، په پلازمینې مسقط کې په یوه هستوګنې  کوڅې کې، د یوې تاریخي ودانۍ په  ښکاري .

ددغه جومات په  ډیزاین کې له  طبیعي عناصرو څخه ګټه اخیستل شوې چې د باد د حرکت او د لمر د رڼا  د مطالعې له مخې، د برېښنا د استعمال د کمولو لپاره یو پلان جوړ شوی  څو مسجد له  چاپېریال سره همغږی شي. مسجد باب‌السلام په عمان کې د ځانګړي ډیزاین  په دلیل  په ۲۰۲۴ کې د نړۍ د غوره عبادت ځایونو په فهرست کې  ځائيګی موندلی دی.

ددې مسجد په ډیزاین کې هر ډول آئيډیا ، یوه وجه لري؛ د  مثال په توګه د امام غږ د رسولو لپاره لمونځ کونکو   ته د لوډسپیکر  لږ استعمال او د برېښنا  کم استعمالولو په خاطر جومات په ګولائۍ کې   یا په دایرې شکل کې جوړ شوی څو غږ  پیاوړی کړي.

د مسجد داخلي ګنبسئ  هم  په کابو   ۱۶۰۰ بلوري څراغونو  او قمقمو  او یوه لوی لوستر سره   ښکلي شوې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4306152

captcha