 
ایکنانیوز د قدس پریس له قوله راپور راکړی،په لویدیځي غاړې کې له قلقیلیه ولایت څخه خوشي شوي بندي انس علان ، د اسرائيلي نیواکګرو په ویرونکو بندونو کې د زندانیانو دغیر انساني او سختو شرائطو په باب ایشواکونې کړي او ټينګار ئې کړی دی چې د غزې له جنګه وروسته ، بندونه له عمری بنده ، د ژوند لپاره په یوه ګور بدل شوي دي.
انس علان چې په عمری بند محکوم شوی ؤ او له نولس کلن بنده وروسته بلاخره د ؛طوفان الاحرار ۳ ؛ په نامې سره په موافقې کې خوشی شوی ، ووئيل؛ د د ص هیونیسټي رژيم د زندانونو ادارې په فلسطین کې له نسل وژونکي جنګه وروسته په وسپنیز سوک او په جنایتونو سره حکومت کاوه.
هغه توضیح ورکړه، چې بند ساتونکي په مطلقو واکمانو بدل شوي دی چې په مستقیم ډول د صهیونیسټي رژيم دداخلی امنیت له وزیر بن ګویر و د اسرائيلو د مالی سرزوری وزیر اسموتریچ څخه فرمان ترلاسه کوي.
انس علان په اسرائيلی بندونو کې دمقدساتو د سپکایو په باب وائي چې د صهیونیسټي رژيم دبندونو اوزندانونو اداره د په تشنابونو کې د قرآني نسخو د غورځولو، د آذان او په جمې د لمانځه له ادا کولو څخه د مخنیوي و د لمانزیو د اخستو او د ځپلو له ګواښونو سره د ځورولو پشمول د ډيرو جدي خلاف ورزیو اوج ته رسیدلي دی.
دغه فلسطني خوشی شوي پتمن په زندانونو کې د ژوند دشرائطو په باب اشاره کړې چې دهغو کوټو ګرمې وبه غوڅې شوي چې پکې له اولسو تر اتلسو کسانو پورې بندیان وي دوي یوازې تر پنځلسو منټو پورې په ورځ کې لمبلی شول.
انس علان د قصدا وږي ساتلو دسیاست په باب یادونه کړې چې په هغوي کې به یوازې د یوه وخت خواړه ویشل کیدل. او همداراز د د بشپړ قرنطینه کیدا او یوازې ساتلو د سیاست په باب هم ووئیل چې تر میاشتو میاشتو پورې به له زندانه د بندیانو د بهر وتلو مخنیوی کید او پر مځکې به کرښې راکښل کیدلې څو له یوه بل سره د دوي د ارتباط مخنیوي وشي.
انس علان په دې په ټينګار سره چې هغه څه چې د نیواکګرو په زندانونو کې دغزې له جنګه وروسته پيښ شول،د فلسطینیو بندیانو په ضد یو سسټماټیک جنایت دی، ددغه وضعیّت د فوری ختمولو لپاره د انسان دوستئ او انساني حقوقو ادارې دې سملاسي مداخلت وکړي کنه نو یوه ډیره بوږنونکي انساني غمیزه به رامینځةشي.
https://iqna.ir/fa/news/4312648