
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان په کابل کې د خبرو او خبری سرچینو په حواله وئيل شوي دي، چې په دغه هیواد کې د قلم، استقامت، ابن سینا او دنیا په نامو سره دخصوصی پوهنتونونو فعالیتونه تعلیق شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دغو پوهنتونونو د تعلیق امر د افغانستان د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو وزیر ندامحمد ندیم په لاسلیک صادر شوی دی.
د سرچینو په خبره، طالبانو خبرداری ورکړی چې که یادو پوهنتونونو په یو کال کې تر پام وړ پورې شرایط پوره نه کړل، نو د فعالیت جوازونه به ئې لغوه شي.
د طالبانو دا پرېکړه د افغانستان پر پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو د محدودیتونو د دوام په ترڅ کې شوې ده.
د یادونې ده چې افغان طالبانو د افغانستان په پوهنتونونو او روغتیايي انسټيټوټونو کې د نجونو پر زدهکړو تر امرثاني پورې بندیز لګولی دی.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166654