IQNA

د افغانستان په شمال کې زلزلې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

13:45 - November 03, 2025
د خبر لمبر: 3491960
ایکنا- د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې، د مرګ‌ژوبلې کره شمېر لا نه‌دی معلوم، او د تلفاتو د زیاتېدو احتمال شته، ځکه زلزله د شپې ناوخته شوې او ګڼ کورونه زیانمن شوي دي.

تېره شپه شاوخوا يوه بجې د افغانستان په شمال کې نسبتا زوروره زلزله رامنځته شوې، چې له امله یې درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان، وايي چې د بلخ او سمنګان ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د زلزلې له امله تر اوسه ۳۲۰ تنه ټپیان او له ۲۰ ډېر شهیدان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د مرګ‌ژوبلې کره شمېر لا نه‌دی معلوم، او د تلفاتو د زیاتېدو احتمال شته، ځکه زلزله د شپې ناوخته شوې او ګڼ کورونه زیانمن شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې روغتیایي ټیمونه د پېښې سیمې ته رسېدلي، او ټولو نږدې روغتونونو ته د بیړنۍ امادګۍ امر شوی دی.

چارواکي وايي، هڅې روانې دي څو له زیانمنو شویو کسانو سره ژر تر ژره مرسته وشي.

عیني شاهدان وایي، زلزله ډېره زوروره وه، او په ځینو سیمو کې د غرونو ښویېدو له امله د تګ‌راتګ لارې هم بندې شوې دي.

د امریکا د جيولوجيکې سروې ادارې په وینا، د زلزلې کچه ۶.۳ درجې وه او مرکز یې د مزار شریف ښار ته څېرمه د خُلم ولسوالۍ په سیمه کې موقعیت درلود.

د دې زلزلې ټکانونه په کابل او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم احساس شوي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166706

captcha