ایکنانیوز د ګارډین له قوله راپور راکوي،زهران ممداني د نیویورک د ښاروالۍ په ټاکنو کې له بري وروسته په یوه پیغام کې د دغه ښار د هغو ټولوښاریزو مننه وکړه، که ورته ئې رای ورکړې او که رایه نه ده ورکړې خو په ټاکنو کې ئې برخه اخستې ده ، او ورسره ئې ووئيل؛ ثابته به کړي چې د دغه باور وړ دی.
ممداني وویل، د هغه هدف دا دی چې نیویارک ښار د تیر په نسبت د ښآریزو لپاره ښه ځای جوړ کړي.
هغه زیاته کړه: مونږ په ټاکنو کې بريالي شوو ځکه چې مونږ ټینګار وکړ، سیاست نور پر مونږ څه نه تپي ، بلکې دا مونږ یوو،چې دا کار ترسره کړو.
د نیویورک نوي ټاکل شوي ښاروال روښانه کړه: زمونږ د لارې اصلي چورلیز به د ژوند د لګښتونو د کړکېچ حل ، د بسونو وړیاکول او د ماشومانو لپاره د سر پناه ځاي تامین وي.
هغه وویل: له اوسه به نیویورک هغه ښار نه وي چې ځینې پکې په ټاکنو کې د بري لپاره له اسلامه د ویرونې پروسې ته مخه کوي.
ممداني روښانه کړه: که څوک هغه ملت ته چې دونالد ټرمپ ورته خیانت کړی، ښکاره کړي چې څنګه هغه ته شکست ورکړي، نو دا ښار هغه ښار دی چې دی پکې زیږیدلی دی.
هغه وویل: مونږ به هغه فاسد کلتور پاي ته ورسوو چې د ډونالډټرمپ په څير میلیاردرو ته ئې اجازا ورکړی چې له مالیاتووتیښتي او له مالیاتي تخفیفونو څخه ناوړه استفاده وکړي .
د نیویورک منتخب ښاروال وویل: زه یو مسلمان او سوشلیستي ډیموکرات یم او په دوي کې په هیڅ یوه مورد شرمنده نه یم.
ممداني په خپلې وینا کې هڅه وکړه چې په ښار کې ژوند کونکو مسلمانانو او یهوديانو ته ډاډ ورکړي. هغه وویل: زه پوهېږم چې زمونږ په ښار کې ډېر مسلمانان اوسیږي او نور به هیڅوک له اسلام څخه وېره ونه لري. مونږ به پخپل ښار کې له اسلامه د ویرونې پروسه له له ریښو پاکه کړو. همدارنګه تاسو ته ژمنه درکوم چې نوره به یهودي ضده فعالیتونه هم نه وي.
هغه د د امریکا دولسمشر ډونالد ټرمپ، په چیلنج کولو سره وویل: ټرمپه، ته زمونږ په مقابل کې نشې دریدلی. مونږ به له بې انصافه مالیاتو سره مقابله وکړو او د کارګرانو او مهاجرو لپاره به کار وکړو.نیویورک به د ټولو لپاره ښار وي او له همدې شپې به مهاجر ونه باسو.
د امریکائي رسنیو راپورونو له مخې،دا ټاکنې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ، لپاره لویه ناکامي ده. هغه په روښانه ډول پر ممداني نیوکې کړې وې او هغه ئې کمونیسټ بللی و.
ټرمپ حتی د نیویورک خلکو ته ګواښ کړی و او ویلي یې وو: « چې که کیمونیسټ کاندید زهران ممداني، د نیویورک د ښاروالۍ په ټاکنو کې بریالی شي،نو دا به ډير لږ احتمال لري چې زه له فیدرال بودیجې ترټولو کمه برخه خپل محبوب زیږنځاي لپاره چمتو کړم. زه غواړم چې د جمهوررئیس په توګه پیسې ضائع نه کړم.
https://iqna.ir/fa/news/4314948