IQNA

د الازهر لوئې قرآني سیالۍ،د یو لک پنځوس زره ګډون کوونکو په سیالۍسره پیل شوې

15:15 - November 06, 2025
د خبر لمبر: 3491973
ایکنا - د الازهر  د قرآن کریم دکلنیو سیالیو  لومړی پړاو،چې د «شیخ الازهر سیالۍ» نومېږي، پرون د مصر له بېلابېلو ولایاتو څخه   له ۱۵۰ زره (یو لک پنځوس زرو) څخه  لازیاتو  ښځینه او نارینه ؤ ګډون کوونکو په پراخ  شتون سره پیل شوې.

 ایکنانیوز  د اخبار الیوم له قوله راپور راکړی،  دا سیالۍ د شیخ الازهر احمد الطیب،په ملاتړ او د الازهر د مرستیال، محمد عبدالرحمن الدوینی، او د الازهر پورې د اړونده قرآني ادارو د مشر شیخ ایمن عبدالغنی، په څارنې سره د دغه اسلامي مرکز د دوامدارو هڅو په چوکاټ کې چې د خدای د آسماني کتاب د حافظانو ملاتړ کوي او په بېلابېلو عمرونو کې قرآني استعدادونه روزي، ترسره کېږي.

د سیالیو لومړی پړاو په اوو ولایتونو  کې پیل شوی: مرسی مطروح، سوئز، پورت سعید، اسماعیلیه، شمالي سینا، جنوبي سینا او سره سمندر، په اوو ولایتونو کې د ګډون کوونکو او د دوي د والدینو په پراخ  شتون سره، او د دقیق پلان شوو تدبیرو  سره  سم   چې شفافیت او د ټولو ګډون کوونکو لپاره برابر فرصتونه تضمین کوي.

په  الازهر کې د قرآن کریم د  ارزونې کمېټې مرستیال  مشر  او د قرآني چارو عمومي مدیر،  په  سوئز ولایت کې د سیالیو  د پرمختګ پروسه تعقیب کړه او له ازموینو کمېټو څخه ئې  لیدنې وکړې او له دې ئې ډاډ ترلاسه کړ چې د الازهر لخوا تایید شوي معیارونو سره سم اجرا منظمه ده او قضاوت سم دی.

په همدې اړخ کې،د الازهر مرستیال،محمد عبدالرحمن الدوینی، ټینګار وکړ چې دا سیالۍ د الازهر په چوکاټ کې د قرآن کریم د حفظ، فهم او تدبر خپرولو،او د حفظ او تلاوت کې د نوي نسلونه د وړتیاؤ د رابرسیره کولو  لپاره په هڅولو سره ترسره کېږي.

هغه یادونه وکړه چې دا سیالي  څلور پړاوونه لري چې   د هېواد  ټول ولایتونه  پکې شامل  دي او د هغو نهائی پړاؤ به په رمضان المبارک میاشت کې په قاهرې کې د الازهر په مرکزي دفتر کې  ترسره شي څو ګټونکي په یوې معنوي فضا کې چې د دغې مبارکې میاشتې له برکتونو ډکه وي، ستایل او ونازول شي.

https://iqna.ir/fa/news/4315050

captcha