ایکنانیوز د «الشرق له قوله راپور راکړی،،د دغې جایزې د نهم پړاؤ په دغې سيالۍ کې ټول ۱۲۶۶ عرب ګډونوال شامل دي چې له هغو څخه ۶۵۵ تنه د ۱۷عربو هېوادونو استازيتوب کوي او ۶۱۱ تنه نور د ۴۶ نورو هېوادونو څخه ګډون کوي.
مصر،سوډان او سومالي د ۳۱۶ ګډونوالو په درلودلو سره د عرب ګډونوالو په سرليک کې دي، ورپسې د مغرب عربي هېوادونه د ۲۱۰ ګډونوالو سره په دويم ځای کې، او د شامات هیوادونه او عراق په ۹۲ ګډونوالو سره په دريم ځایګی کې راغلي دي، په داسې حال کې چې د خليج هېوادونو ګډونوال، ۳۷ تنه دي.
د راپور له مخې، د انتخاب کمېټې به د ټولو ګډونوالو ارزونه وکړي او ۱۰۰ غوره ګډونوال به د دوحې په مقدماتي پړاو کې د ګډون لپاره وټاکي. دا ۱۰۰ تنه به په ۲۰ ټيلیویژني برخو کې سيالي کوي،چې په هرې برخې کې به پنځه تنه ګډونوال وي، او له هرې برخې به يو ګډونوال نيمه پای سیالیو ته ورسيږي.
دسیالیو په نيمه پاي مرحلې کې، ۲۰ ګډونوال به د پنځه زېرمه شوي یا رزرؤ ګډونوالو سره په پنځو نورو برخو کې سيالي وکړي. له هرې برخې څخه يو ګډونوال به وروستي پړاو ته لار ومومي. د وروستي پړاو له سيالۍ وروسته به د لومړي تر پنځم مقام ګټونکي اعلان شي. دا سيالۍ به د قطر له ټيلیویژن سره په ګډه د رمضان لمبارک په مياشت کې په ځانګړې خپرونې کې خپرې شي.
د دې جايزې د قاضیانو پلاوی له شپږو غړو جوړ دی: درې قاريان چې د تجويد په اصولو او قوانينو کې تخصص لري، او درې نور د مقاماتو، د غږ ښکلا او حماسي نغمو متخصصين دي.
د کټارا کلتوري بنسټ به د لومړي مقام ګټونکي له خوا د ټول قرآن کريم د تلاوت يوه «سيډي» په خپلو سټوډيوګانو کې ثبت او توليد کړي.
د قرآن تلاوت د کټارا جايزې ټولې نغدي جايزې ۱.۵ ميليونه قطري ريال دي:
لومړی مقام: ۵۰۰,۰۰۰ ريال
دويم مقام: ۴۰۰,۰۰۰ ريال
درېيم مقام: ۳۰۰,۰۰۰ ريال
څلورم مقام: ۲۰۰,۰۰۰ ريال
او دغه راز
پنځم مقام: ۱۰۰,۰۰۰ ريال
د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارت د اوقاف عمومي اداره له ۲۰۱۷ کال راهيسې د قرآن تلاوت د کتارا جايزې رسمي ملاتړ کوونکې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4315983