ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د اسلامی جمهوریت د پارلیمان مرستیال مشرعلي نیکزاد، چې د پارلمان د مشرانو په بین الپارلیماني غونډې کې ئې د ګډون لپاره د پارلیماني پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی، د پاکستان سما ټيلیویژني چینل سره ئې په مرکه کې، د ایران او پاکستان ترمینځ کلتوري او ټولنیز ورته والي ته په اشارې سره وویل: مونږ د پاکستان له خلکو سره ډیر مشترکات لرو او دواړه هیوادونه مسلمانان او ګاونډیان دي ، نو زمونږ اړیکې باید پراخې او نورې هم پراخې شي.
نیکزاد ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت په دې باور دی چې سوله او امنّیت باید په ټولو هیوادونو کې، په ځانګړې توګه په سیمې کې، واکمن وي او زه غواړم په ډاګه ووایم چې مونږ غواړو چې د سیمې ټول هیوادونه پیاوړي وي، او د ایران اسلامي جمهوریت غواړي چې له خپلو ګاونډیانو، په ځانګړې توګه له پاکستان سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې کړي.
د ایران د پارلیمان دمشر مرستیال وویل: پر ایران د صهیونیسټ رژیم برید د امریکا په شنه څراغ سره ترسره شو، نو د پاکستان خلک باید پوهه شي چې دوي د ایراني ولس پر وړاندې جنایت کړی دی، ځکه چې دوي ایراني ماشومان، ښځې، پوهان او پوځيان شهیدان کړل. خو نړۍ باید پوهه شي چې ایران د امریکا او اسراییلو د ظلم پر وړاندې ولاړ دی. ایران هیڅکله د جګړې غوښتنه نه ده کړې او نه ئې په کوم هیواد برید کړی، خو د یرغلګر پر وړاندې به کلک ودریږي.
هغه دې ته په اشارې سره چې امریکا او اسراییل د سیمې لپاره یو جدي ګواښ دی، وویل: صهیونیسټ رژیم او امریکا یقینا د لویدیځې آسیا سیمې لپاره یو ګواښ دی او امریکا په سیمې کې د خپلو وسلو پلورلو لپاره رول لوبوي.
د ایران د پارلیمان مرستیال زیاته کړه: امریکا د سیمې هېوادونو ته اجازت نه ورکوي چې له یو بل سره دوستانه اړیکې ولري، خو مونږ باید پوهه شو چې که مونږ پرمختګ او پراختیا غواړو، نو موږ به له یو بل سره د ښو اړیکو پرته بله چاره ونه لرو، او موږ باید دې مسئلې ته پام وکړو. که چیرې په ګاونډیو هیوادونو او سیمې کې ناامني رامینځته شي، نو دا به یوه غمجنه مسئله وي او سیمه به زیانمنه شي.
هغه له پاکستان سره د ایران د سوداګرۍ اندازې ته اشاره وکړه او وې ویل؛ "اوس مهال، له پاکستان سره زموږ د سوداګرۍ اندازه کابو ۳ ملیارد ډالره ده، چې په احتیاط سره په پلان جوړونې سره ۱۰ ملیارد ډالرو ته لوړیدلی شي.
د (ISC) کنفرانس د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د ۳۷ هیوادونو په ګډون او د "سولې، امنیت او پراختیا" تمرکز سره ترسره کیږي. په دې کنفرانس کې ۱۷۴ نړیوال استازي ګډون کوي، چې پکې د ولسي جرګو ۱۰ مشران ، ۱۵ مرستیالان، ۳۷ پارلیماني غړي او د څو اړخیزو نړیوالو اورګانونو استازي شامل دي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167082