
مېري ثورلکيل د ميسيسيپي پوهنتون د اديانو د مطالعاتو استاد ده او د منځنيو پېړيو د اسلام او مسيحيت د تاريخ تخصص لري.
هغې د مسيحيت او اسلام د پرتليزې مطالعې په اړه څو کتابونه او ګڼ شمېر علمي مقالې خپرې کړې دي.
د هغې د څېړنې ګروهنه د مسيحيت او اسلام پر موضوعګانو متمرکزه ده او په وروستیو کې ئې تمرکز د "زیارت" پر موضوع کړی دی.
د دې امريکايي ليکوالې له مهمو آثارو څخه يو هم دا کتاب دی:
« له ښځو غوره میرمنې: مریم(ع) او فاطمه(س) په مسيحيت او تشیع کې» (Chosen Among Women: Mary and Fatima in Christianity and Shi‘ite Islam - Notre Dame)
دغه اثر د تاريخي تحليل ترڅنګ د جنسيت او ديني مطالعاتو له وسيلو څخه استفاده کوي څو د مريم مقدسې رول په منځنيو پېړيو کې د مسيحيت له ليدلوري په تشیَع کې د حضرت فاطمةالزهرا(س) له مقام سره پرتله کړي.

مېري ثورلکيل له ایکنانیوز سره په مرکه کې د حضرت فاطمه(س) د شخصيت او هغو درسونو په اړه وغږېده چې د نن ورځې ښځې ترې زدهکړه کولای شي.
دا د اسلام د تاريخ استاده وايي: کله چې مونږ د مریم(س) او فاطمه(س) په څېر شخصيتونه مطالعه کوو، نو دا کار کولای شي د مسيحيانـو او مسلمانانو تر منځ، بلکې د لوېديځو او اسلامي پوهنتونونو تر منځ، د تفاهم پُل جوړ کړي.
هغې وويل: مريم مقدسه د تاريخ په اوږدو کې د بېلابېلو ديني او اخلاقي ارزښتونو نښه وه؛ له پاکدامنۍ راننيولې تر مورنئ شفقت مهربانئ پورې. کله چې لوېديځي لوستونکي دا معناوې د حضرت فاطمه(س) له شخصيت سره پرتله کوي، زه فکر کوم دا د مسيحيت او اسلام د ګډو اخلاقي بنسټونو څرګندونه کوي.
هغې زياته کړه: يو بل ټکی چې زه خپلو زدهکوونکو ته وايم دا دی چې لږه مهرباني او نرمښت ډېره مرسته کوي. د کاتوليک تعليماتو له مخې، په يو سند کې چې «نوسترا آتاته» (Nostra Aetate) نومېږي او د کليسا له غير مسيحيانـو سره د اړيکو په اړه دی، داسې وينا شته چې هېڅ نظام يا دود بشپړ نه دی، بلکې خلک پخپله بايد د کمال لپاره يو له بل سره لاس وکړي.
له دغې مسيحي څېړونکې څخه ، کله چې وپوښتل شول که تاسې وغواړئ حضرت فاطمه زهرا(س) په څو ټکو کې خلاصه کړئ ـ نه د يوې څېړونکې په توګه، بلکې د يوه انسان په توګه چې له هغې د ميراث سره مخ کېږي ـ نو څنګه به يې توصيف کړئ؟ هغې وويل:
زه فاطمه داسې بولم چې د خپلې کورنۍ ډيره پاخه روزونکي او ساتونکې، د عدالت مدافعه، او د خدای په وړاندې يوه مخلص او تسليم انسانه وه؛ حتـی هغه وخت چې دا کار ستونزمن و.
https://iqna.ir/fa/news/4315631