ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د ۲۰۲۵ کال دنومبر په ۱۳، متحده ایالاتو بالاخره د خپل تاریخ تر ټولو اوږده فیدرالي تړل کیدا پای ته ورسوله.دا بحران چې ۴۳ ورځې (یعنی د اکتوبر له لومړۍ نیټې رانیولې د نومبرتر ۱۳) پورې ې )دوام وکړ،د ۲۰۱۹ کال د ۳۵ ورځو پخوانی ریکارډ ئې مات کړ او د واشنګټن د سیاسي درزونو یو سمبول وګرځېد.
د امریکا حکومت د دې هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له خوا د یوې لنډمهاله بودیجې د تصویب له لارې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر ۳۰ پورې فعال پاتې شو دا مسوده د سنا د خبرو اترو پایله وه، خو ونه توانېده چې د ارزانه روغتیايي بیمې (ACA یا Obamacare) سبسیډۍ وغځوي.
اصلي شخړه د ۲۰۲۶ مالي کال د فیدرالي بودجې پر سر وه،چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې پیل کېدله. ټرمپ او جمهوريپال ګوند،چې د کانګرس او مشرانو جرګې دواړه پارلیمانونه ئې تر کنټرول لاندې درلودل، د لګښتونو د کمولو غوښتنه کوله.هغوی یوه طرحه وړاندې کړه چې د "غیر ضروري بودجو د پرېکون" په نوم یاده شوه، چې پکې د ۹ میلیارده ډالرو بهرنئ مرستې او د عامه رسنیو بودجه لغوه کېدله، او د بودجې د مصرف د محدودولو وسایل هم پکې شامل وو.
ټرمپ دا اقدامات د حکومت د کوچني کولو د خپلې تګلارې برخه بلله،خو ډیموکراټانو دا چلند "د عامه خدمتونو پر وړاندې یرغل وباله او د ACA د سبسیډیو د تمدیدیدا غوښتنه ئې وکړه.
دغه سبسیډۍ چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې لوړې شوې وې، ټاکل شوې وه د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې پای ته ورسېږي. د نه تمدیدیدا په بڼه کې، د میلیونونو امریکایانو د بیمې فیسونه به له ۲۰ تر ۳۰ سلنه زیات شي.
ډيموکراټانو په سنا جرګې کې د جمهوريپالو مسوده ۱۴ ځله رد کړه او د یو ټریلیون ډالرو د روغتیا بودجې د تمدید وړاندیز ئې وکړ، خو جمهوريپالانو دا وړاندیز ونه مانه.
د تعطیلۍ اقتصادي او ټولنیزې پایلې
د فیدرالي حکومت دغه چټي کیدا له ۴۰ سلنې زیات غیر پوځي بودجه ودروله او سخت زیانونه ئې اړولي:
د اړتیا لرونکو خلکو لپاره د خوراکي مرستو (SNAP) ورکړه بنده شوه،
د الوتنو فعالیتونه ګډوډ شول،
د فیډرالي کارمندانو معاشونه ودرېدل،
او د کانګرس د بودجې د دفتر په وینا، کابو ۶۰۰ میلیارده ډالره اقتصادي زیان رامینځته شوی دی.
د حکومتي بحران ګټونکي او زیانمن شوي
د دې بحران ګټونکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د کانګرس جمهوريپال اکثریت وو.
ټرمپ له دې وضعیت څخه د خپل "کوچني حکومت" د شعار د پیاوړتیا لپاره کار واخیست او د حکومت تړل کیدا ئې د ډيموکراټانو پر ضد د سیاسي دباؤ وسیله وګرځوله.
جمهوريپالو هم پرته له دې چې د ټرمپ د غوښتنې له مخې په سنا جرګې کې د "فېلیباستر" اصول لغوه کړي، له بحران څخه ځان تېر کړ.
خو زیانمن شوي ئې د امریکا خلک او د کانګرس ډیموکرات اقلیت وو:
کابو ۹۰۰ زره فیدرالي کارمندان بې معاشه پاتې شول او ډېری ئې اړ شول بېړني پورونه واخلي،
ټیټ عاید لرونکي کورنۍ د خوړو د مرستې د ځنډ له امله له ستونزو سره مخ شوې،
د ښوونې بهیر ګډوډ شو،
د ګرځندوي او ټرانسپورټ صنعت ته سخت تاوان ورسېد،
د خلکو د حکومت پر وړاندې باور تر ۱۵ فیصده کم شو،
او ټولنیزې نابرابرۍ زیاتې شوې.
په عین حال کې، ډيموکراټان ونه توانېدل چې ټرمپ ته ماتې ورکړي. د حکومت دا اوږده چټي کیدا د محافظهکارو امریکایانو په ذهن کې د ډيموکراټانو د "ناکامۍ مسؤلیت" په توګه ثبت شوه، که څه هم نظرپوښتنې ښيي چې ۴۵ سلنه امریکایان ټرمپ د دې بحران اصلي ګرَم ګڼي.
راتلونکې احتمالي کړکېچونه
که څه هم بودجه یوازې د دوو میاشتو لپاره تصویب شوې، خو د دواړو ډلو د دوامدارو اختلافونو په بڼه کې، امکان شته چې د امریکا حکومت د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۰مه بیا له نوې تړل کیدا سره مخ شي.
https://parstoday.ir/fa/world-i27880