ایکنانیوز د ابنا له قوله راپور راکړ، د يوې ويډيويي اعلاميې له مخې،دهندوستان د واکمن لوري یوه ملاتړي افراطي هندو مشر یاتي نارسینګ نند ګېري، په هندوستان کې د مسلمانانو پوهنتونونه دې په توپونو وویشتل شي او پوځ دې ورباندې یرغلونه وکړي.
یاتي نارسینګ نندګېري، چې د اوتر پردېش صوبې د غازياباد د ډسنه سیمې د یوه معبد مشر دی او د مسلمانانو پر ضد د نسلکُشۍ په شعارونو او کرکیجنو خبرو پېژندل کېږي، غوښتنه کړې چې د الفلاح پوهنتون، د جامعه ملی اسلامی پوهنتون، د علیګړ اسلامي پوهنتون او دارالعلوم دیوبند پر ضد دې پوځي اقدام وشي.
هغه په دغې ويډيوئي اعلاميې کې ويلي: د ترهګرو ځالې لکه د الفلاح پوهنتون، احمدو مودي پوهنتون، جامعه ملی اسلامی پوهنتون او دارالعلوم دیوبند ته بايد د پوځ په استولو او د توپونو په ویشتلو سره له مینځه یوړل شي.
دغه کرکیجنې څرګندونې له دې وروسته خپرېږي چې د هند درې پلټونکي ډاکټران، چې په الفلاح پوهنتون کې ئې دندې ترسره کولې، د ترهه ګرئ د سهولتکارو په پلمې سره نیول شوي دي. پوليس وايي دوي د ډیلي د بم چاودنې په پيښې کې هم شکمن بلل شوي دي.
په دې ويډيو کې نرسینګانند زياتوي: « الفلاح پوهنتون، دا چې دوي ئې پوهنتون بولي – د نیول شويو ترهګرو ډاکټرانو او نورو ترهه ګرو ځاله ده.
https://iqna.ir/fa/news/4317293