IQNA

په هندوستان کې افراطي هندوانو د مسلمانانو په پوهنتونونو د حملو غوښته کړې 

15:31 - November 17, 2025
د خبر لمبر: 3492025
 دهندوستان يوه  افراطي  مشر ويلي چې د مسلمانانو پورې اړونده پوهنتونونه بايد په توپونو وویشتل شي.

 ایکنانیوز د ابنا له قوله راپور راکړ، د يوې ويډيويي اعلاميې له مخې،دهندوستان  د واکمن لوري یوه ملاتړي افراطي هندو مشر  یاتي نارسینګ نند ګېري،   په هندوستان کې د مسلمانانو پوهنتونونه دې په  توپونو وویشتل  شي او پوځ دې ورباندې یرغلونه وکړي.

یاتي نارسینګ نندګېري، چې د اوتر پردېش صوبې د غازي‌اباد د ډسنه   سیمې د یوه معبد مشر  دی او د مسلمانانو پر ضد د نسل‌کُشۍ په  شعارونو او کرکیجنو خبرو پېژندل کېږي، غوښتنه کړې چې د الفلاح پوهنتون، د جامعه ملی اسلامی پوهنتون، د علیګړ اسلامي پوهنتون او دارالعلوم دیوبند پر ضد دې پوځي اقدام وشي.

هغه په دغې ويډيوئي اعلاميې کې ويلي: د ترهګرو ځالې لکه د الفلاح پوهنتون، احمدو مودي پوهنتون، جامعه ملی اسلامی پوهنتون او دارالعلوم دیوبند ته بايد د پوځ په استولو او د توپونو په ویشتلو سره له مینځه یوړل شي.

دغه کرکیجنې  څرګندونې  له دې وروسته خپرېږي چې د هند  درې  پلټونکي ډاکټران، چې په الفلاح پوهنتون کې ئې دندې ترسره کولې، د ترهه ګرئ د سهولتکارو په  پلمې سره نیول شوي دي.  پوليس وايي دوي د ډیلي د بم چاودنې  په پيښې کې  هم شکمن بلل شوي دي.

په دې ويډيو کې نرسینګانند  زياتوي: « الفلاح پوهنتون، دا چې دوي ئې پوهنتون بولي – د نیول شويو ترهګرو  ډاکټرانو او نورو ترهه ګرو ځاله ده.  

https://iqna.ir/fa/news/4317293  

captcha