
ایکنانیوز د القاهره ۲۴ له قوله راپور راکوي،د « تلاوت حکومت» نومې پروګرام د مصر د ترتیل او قرائت تر ټولو ستر استعدادموندنې پروګرام دی چې د اوقاف وزارت او د «المتحده» رسنیز شرکت په همکارۍ تولید شوی، او موخه ئې په بېلابېلو ولایتونو کې د وړتیا لرونکو قاریانو پېژندل دي
د دې پروګرام لومړۍ او دوهمه برخه د تېرې جمعې او شنبې (د لړم ۲۳ او ۲۴مه) د مصر پر سپوږمکیزو چینلونو خپرې شوې. د لومړیو خپرونو تر خپرېدو وروسته د عربي نړۍ د قرآنمینو کاروونکو له پراخ هرکلي سره مخامخ شو، ځکه د پروګرام له بېلابېلو برخو څخه وایرل شوې ویډیوګانې د کویت، اردن او قطر په ګډون له نورو عربي هېوادونو څخه ډېر لیدونکي دې پروګرام ته راجذب کړل.
د نړیوال قاري او یو ۱۲ کلن مصري ګډونوال ترمنځ زړه راښکونکې سیالي
د پروګرام یو له جالبو برخو څخه هغه ګډ تلاوت و چې د هر چا زړونه یې جذب کړل. دا ګډ او یوځاي تلاوت د بریتانیایي قاري محمد ایوب عاصف او د ۱۲ کلن مصري ګډونوال محمد حسن القلاجی تر مینځ ترسره شو؛ هغه ماشوم چې د «شرقې معجزه» په نوم یادېږي. دواړو د قضاوت د پلاوي او حاضرینو د تود هرکلي په منځ کې په ښکلي ډول سیالي وکړه. د خپرونې څو شېبې وروسته پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر کاروونکو د دوی پرتله پیل کړه، سره له دې چې ټولو د دواړو پر ښکلي تلاوت اتفاق درلود.
محمد ایوب عاصف، چې په انګلستان کې یو وتلی بریتانوي قاري دی، په پروګرام کې د افتخاري مېلمه په توګه په بېلابېلو برخو کې ګډون کوي او له ګډونوالو سره شپږ ګډ تلاوتونه ترسره کوي. دغه قاري چې د پاکستاني توکمه دی، لس کاله ئې په قاهرې کې ژوند کړی او د تلاوت اصول ئې په بیلابیلو مقامونو کې زده کړي، او اوس په مصر او د عربي نړۍ په کچه پراخه پېژندنه لري. نوموړي خپله لومړنۍ وده د انګلستان د آرسنال په فوټبال کلب کې د لوبغاړي په توګه پیل کړې وه او وروسته د قرآن کریم د تلاوت نړۍ ته راغی.

په دوام کې د دې پراخ لیدل شوي ویډیو لینک خپور شوی دی.
د نابینا ځوان قاري اغېزمن تلاوت
راپورونه دا هم ښيي چې محمد احمد حسن، ۱۹ کلن نابینا قاري او حافظ، په دې پروګرام کې داسې تلاوت کړی چې د قاضیانو او حاضرینو حیرانتیا ئې راوپاروله.
دغه قاري د سوره یوسف آیت په زړه پورې غږ سره تلاوت کړې او خپل مقام ئې د راتلونکو نسلونو د غوره قاریانو په مینځ کې حفظ کړ. نوموړي له درې کلنۍ څخه د قرآن حفظ پیل کړی او د کورنۍ او استادانو په مرسته چې د هغه ښکلی صوت او غږ او د تجوید مهارت ئې پېژندلی و، د اته کلنۍ په عمر کې حافظِ کل قرآن شو.

د ایکس او ګوګل په ټرند کې ځايګی!
د « تلاوت حکومت » نومې پروګرام د ایکس په ټولنیز چینل او ګوګل کې هم ټرند شوی او د مصر او څو نورو عربي هېوادونو په شمول کویت، قطر او اردن کې د تر ټولو ډېر لیدل شویو پروګرامونو په سر کې ئې ځای خپل کړی.
د الازهر د افراطیت ضد څارونکي څانګې ستاینه
د الازهر د افراطیت ضد څارونکي برخې په یوه بیان کې د « تلاوت حکومت» نومې پروګرام وستایه او و ې ویل: دا پروګرام په مصر کې د ښکلو قرآني صوتونو د روزنې تاریخي مقام څرګندوي.

https://iqna.ir/fa/news/4317246