IQNA

په موګادیشو کې د «قرآن او ورورولۍ» ستره غونډه(انځوریز راپور)

13:20 - November 18, 2025
د خبر لمبر: 3492030
ایکنا - د «قرآن او ورورولۍ» په نامې سره غونډه د سومالیا په پلازمېنې موګادیشو کې د ګڼ شمېر مسلمانانو په شتون کې ترسره شوه.

 ایکنانیوز د «آفریقا پرس»  له قوله راپور راکړی، د موګادیشو ډېرو اوسېدونکو په دې غونډه کې ګډون کړی و، او د سومالیا دیني عالم او قاري، شیخ عبدالرشید شیخ علي الصوفي، په دې غونډه کې وینا وکړه.

دغه غونډه چې د جمعې په ورځ (لړم ۲۳مه) ترسره شوه، په کې د قرآني ارزښتونو، د خلکو تر مینځ د ورورولۍ، او په ټولنې کې د دیني او ټولنیز پوهاوي د پیاوړتیا پر ارزښت ټینګار وشو. شیخ عبدالرشید په خپلې وینا کې د دیني ارزښتونو د ساتلو او د هغوی د عملي کولو اهمیت بیان کړ چې موخه ئې د سولې او دوستۍ ټینګښت دی.

هغه وویل:«خوشبختي او نیکمرغي په دنیا کې په پیسو نه ترلاسه کېږي، او تر ټولو ماهر ډاکټران هم نشي کولای دا د خلکو په زړونو کې واچوي.دا هغه هدایت دی چې الله تعالی ئې بې له  کوم توکم او قوم څخه د مؤمن په زړه کې ږدي.

دغه سومالیایي عالم زیاته کړه: «الله تعالی هغه بندګان خوښوي چې د هغه لپاره سره ټولېږي او خپل  لاسونه دعا ته پورته کوي،او الله سبحانه د هر څه مالک دی.»

هغه د سومالیا له خلکو وغوښتل چې د قرآن کریم حفظ، تلاوت، او فهم ته لومړیتوب ورکړي او د قرآني لارښود په ژوند کې عملي کول مهم وبولي.همدارنګه یې د نبوي حدیث «خیرکم من تعلم القرآن و علمه» د پلي کولو لپاره په ټولنې کې د کمپاین پر ضرورت ټینګار وکړ.

شیخ عبدالرشید زیاته کړه چې د دین ورورولي د نسبي اړیکې او قومیت څخه لوړه ده،او خلکو ته ئې سپارښتنه وکړه چې د بخښنې، زغم او د دښمنۍ او شخړو د پرېښودو ارزښتونو باندې عمل وکړي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4317435

captcha