IQNA

په پاکستان کې د ایران د دوو ادبی او ښوونیزو اثرونو هممهاله مخکتنه

13:37 - November 18, 2025
د خبر لمبر: 3492031
ایکنا- د ارواښاد ایت الله محیی الدین حائري شیرازی لیکلی کتاب «د ماشوم دیني روزنې» څخه په پاکستان کې مخکتنه وشوه.

یکنانیوز د پارس تودی  له قوله راپور راکړ، د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په پېښور کې د ایران د اسلامي جمهوریت په کلتوري خونې کې، د کتاب او لوست د ورځې ځانګړې مراسم د د ارواښاد ایت الله محیی الدین حائري شیرازی د لیکل شوي یوه کتاب پښتو ژباړه«د ماشوم دیني روزنې» نومې  کتاب  په مخکتنې سره پیل شول. د پارس ټوډی له راپور سره سم، په پېښور کې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتورخونې له دوو کتابونو «د ماشوم دینی روزنې» او «څلورانځور» څخه مخکتنه وشوه، داسي کتابونه چي په پاکستان کې د دینې روزنې په پیاوړتیا او د فارسي ژبې د ادبیاتو په وده کې مهم رول لوبوي.

د «ماشوم دینی روزنې» نومې کتاب د سوچه اسلام د مفکورې په بنیاد د انساني علومو، دیني روزنې او ښوونیزو مفاهیمو د رواجولو په هدف سره، معرفي شوی او د پاکستانيو مخاطبانو د اړتیاو په بنیاد په ځانګړې ډول په خیبر پخونتوا کې، انتخاب شو.

دا اثر اوس د «د ماشوم دیني روزنې» آنلاین ورکشاپ د تدریسي سرچینو له ډلې څخه دی چې د کرامت مؤسسې لخوا د خیبر پښتونخوا صوبې د مدیرانو او ښوونکو لپاره جوړېږي، او د دې کتاب بېلګې د دې روزنیز کورس ګډونوالو ته ډالۍ شوې دي.

همدارنګه  ادبي کتاب «څلور انځورونه» چې د فضل‌الله فاني لخوا لیکل شوی او دا پاکستانی استاد دی، د هندي سبک شعر تطبیقي څېړنې پورې اړوند علمي اثر دی، په پیښور کې د ایران د اسلامي جمهوریت په کلتوري خونې کې پرانستل شو.

په پاکستان کې د ایران د کلتوري خونې مسؤل په خپلو خبرو کې د فضل‌الله فاني له هڅو مننه وکړه او ټینګار ئې وکړ: دا اثر په پاکستان کې د فارسي ژبې او ادب په بیا ژوندي کولو او پراختیا کې مهم رول لري.

په پاکستان کې د ایران د کلتورخونې مسؤل هم د علامه اقبال لاهوري د لوړ مقام یادونه وکړه او وې ویل چې د نوې پرېکړې له مخې به د لړم ۱۸مه په ایران کې په رسمي کال هینداره کې د «علامه اقبال ورځ» په توګه ونومول شي، او زیاته ئې کړه: د فضل‌الله فاني په څېر ځوان لیکوال لخوا د داسې ارزښتناکو اثارو رامنځته کول، د ایران او پاکستان ترمینځ د ادبي او کلتوري څېړنو د راتلونکي روښانه کولو زیری دی.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167312

captcha