IQNA

الجزایري فیلسوف:

«اجباري ماډرنایزیشن» د مسلمانې کورنۍ د دړې وړې کیدا لامل کېږي

13:36 - November 19, 2025
د خبر لمبر: 3492036
ایکنا -  د نوره بوحناش په باور، اسلامي ټولنې د اجباري ماډرنایزیشن ښکار شوي، چې د دودیزې کورنۍ د ړنګېدو لامل ګرځېدلی دی؛ او  اوس مونږ د لوېدیځې کورنۍ داسې بڼه ګورو چې دینی ظاهري پوښ لري، خو خپل معنوي او اخلاقي جوهر ئې له لاسه ورکړی او په پایلې کې له معنا تشه شوې ده.

  ایکنانیوز د  الجزیرې  له قوله راپور راکړی، سیمون دوبووار وایي: «هیڅوک ښځه دنیا ته نه راځي، بلکې ښځه ګرځي.  د دې  چورلیزي جملې پر بنسټ، فمینیستي فلسفه د انسان کېدو مفهوم له نارینه‌والي سره  تړل  رد کوي او هڅه کوي ښځې د نارینه‌ چورلیزي  فکر له تسلطه وژغوري.

سیمون دوبووار د دې روشنفکرانه نظریاتو په ځواب کې وئيلي دي چې ښځې باید ښځینه‌توب، مورولي او میرمن‌توب څنډې ته کړي، ځکه دا موردونه  د دوی د محدودیت نښې دي. په دې توګه، ښځې  له سړیو سره په یو  یو اړخیزې ډغرې کې  د خپلې شخصي ساحې څخه عمومي ساحې ته داخلې شوې.

د الجزیرې وېبپاڼه په یوې مرکې کې د ډاکټر نوره بوحناش ـ چې الجزایري فیلسوفه او د قسنطینې پوهنتون د اخلاقو د فلسفې استاده ده ـ د کورنۍ، اخلاقو او د ښځو د ځایګی په اړه د  اوسمهاله پړاؤ  ژورې ستونزې څېړلې دي.

ډاکټر بوحناش د فلسفي فکر او اصولپالو څېړنو د مشترکاتو  له امله په خپلو لیکنو کې پېژندل شوې ده. د هغې له مهمو آثارو څخه ؛ اجتهاد او ماډرنیټي »، «د شاطبي له نظره د شریعت مقاصد او د اخلاقو ریښه په عربي ـ اسلامي فکر کې»، او «اخلاق او انساني ننګونې نومې آثارو ته اشاره کولی شو

ډاکټر نوره بوحناش باور لري چې اخلاق پر دین برلاسه دي، ځکه چې دا په  انسان کې فطري ځانګړتیا ده.

دیدگاه فیلسوف الجزایری درباره فلسفه زن بودن

هغې د عربي او اسلامي ټولنو د اخلاقوکمزورتیا د دې نښه بللی چې دا ټولنې له اصیلې اسلامي  بیلګې څخه لیرې شوې او د لوېدیځ مصرفي نمونه ئې منلې ده. له بلې خوا، د اسلامي ټولنې د دودیزې کورنۍ وضعیت  ئې د دړې وړې کیدا دعلتونو د موندلو لپاره ارزونې او څیړنې ته  اړتیا لري، ځکه نننۍ دودیزه کورنۍ خپل انساني ارزښت له لاسه ورکړی دی.

دیدگاه فیلسوف الجزایری درباره فلسفه زن بودن

اسلامي ټولنې د لوېدیځې نمونې منلو ته تسلیم شوي

په اسلامي نړۍ کې د عربو دودیزه کورنۍ د قبیلوي لیدتوګې یوه بیلګه ده چې د ښځو مریّتوب او د نارینه‌وو مسلط کیدا ئې پیاوړې کړې ده. په حقیقت کې،د نارینه مقام لوړول او د ښځې مقام له منځه وړل یو ژور ټولنپوهنیز ګډوډي رامنځته کړې دي.

ډاکټر بوحناش په دغې دړې وې کیدا کې د ښځو د رول په اړه وائي چې د اسلامي نړۍ ښځې په یوه دوه لاره کې ژوند کوي؛ دوي د نارینه‌ؤ واکوالۍ  له امله د خپلو حقوقو له محرومیته کړېږي پردې اساس په  نجات  پسې دي،چې هغه  دوی په  لوېدیځي فمینیستي ګفتمان کې بڼه موندلې او ډيره زر ئې منلی ده.

ډاکټر بوحناش په خپلې مرکې کې ټینګار کړی چې زمونږ اصلي بحران د انسان جوړونې بحران دی؛ انسان چې بې له پوهاوي د ټیکنالوژۍ په مصرفوونکی بدل شوی او هغه ئې د وګړنیز پالنې او مصرپالنې  بدل کړی دی.هغې زیاته کړه چې مصنوعي ځیرکتیا(آرټیفیشل اینټلیجنس) دا خطره لري چې د کورنۍ غړي یو له بله جلا کړي او د کورنۍ په ړنګېدو کې مرسته وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4315380

captcha