
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړید ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سعید خطیبزاده چې له یوې روسي رسنۍ سره یې خبرې کولې، وویل چې د روسیې او چین ترڅنګ د افغانستان ټول ګاونډي هېوادونه به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
هغه څرګنده کړه چې د ناستې اجنډا به د سیمې پر مهمو موضوعاتو او د سیمهییزو میکانیزمونو له لارې د افغانستان د ثبات پر ملاتړ متمرکزه وي.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیبزاده، وویل: «مونږ د افغانستان لپاره د تماس د یوې ډلې د جوړولو پر هڅو کار کوو چې د افغانستان ټول ګاونډیان او ځینې نور هېوادونه لکه روسیه او چین به پکې شامل وي. غونډه به د سیمې پر مهمو مسایلو په ځانګړي ډول د سیمهییزو میکانیزمونو له لارې د افغانستان د ثبات د ملاتړ پر لارو چارو بحث وکړي.»
په ورته وخت کې، د ایران خارجه وزارت د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي ترمنځ د ټیلیفوني خبرو خبر ورکړی دی.
عراقچي څرګنده کړې چې تهران د سیمې د سولې او ثبات لپاره همکاریو ته چمتووالی لري.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167382