IQNA

ملایشیا:هر هغه تړون چې د فلسطینیانو بشپړ حقوق نه تضمینوي، تلپاتې به نه وي

12:41 - November 22, 2025
د خبر لمبر: 3492047
 ایکنا - د ملایشیا لومړی وزیر د فلسطین د مسئلې په اړه د خپل هېواد په ثابت موقف باندې په ټینګار سره ووئيل چې هېڅ داسې پلان یا تړون چې د فلسطین د ملت بشپړ حقوق تضمین نکړي، ن دوامداره او پایدار حل نشي کیدلی.

د «ایکنانیوز د راپور له مخې، انور ابراهیم د خبریالانو په وړاندې وویل: نړیواله ټولنه باید د هغو پلانونو په وړاندې واضح او پریکنده موقف غوره کړي  چې په عمل کې د فلسطینیانو د حقوقو کمزوري کول او له مینځه وړل غواړي.

د ده په وینا، د صهیونیسټي رژیم د تیریو  پای او په لویدیځي غاړې کې د ښارګوټو د جوړونې بشپړ درول د هر ډول عادلانه او دوامداره حل لپاره ضروري لومړني شرطونه دي.لومړي وزیر وویل چې دې څرګند موقف ئې په مستقیم ډول د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنې کې شریک کړی او دا موقف د ملایشیا د سیاسي اجماع څرګندونه کوي چې د فلسطین د ملت د بشپړ حقوقو ملاتړ اړین دی.

انور ابراهیم ټینګار وکړ چې: په ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ د ختیځ بیت المقدس په پلازمېنه، د فلسطین د خپلواکه دولت جوړول، یوازینی لار ده چې د فلسطینیانو د کړاو نه  پای ته ورسوي او په سیمه کې ریښتینی او دوامداره سوله راولي.

هر هغه پلان چې دغو  بنسټیزو اصولو ته پام ونه کړي، نه یوازې حل نه ګڼل کېږي، بلکې د مینځني ختیځ په بې‌ثباتۍ او بحران کې زیاتوالی هم راوستلی شي.

https://iqna.ir/fa/news/4318297

captcha