
ایکنانیوز د Egyptian Gazette له قوله راپور راکړی، اسامه الازهري وویل چې د «تلاؤت دولت » به د یوې ملي ټيلویژني سیالۍ له کچې څخه تر یوې نړیوال علمي-تربیونلي چوکاټ پورې پورته شي.
االازهري په یوه مرکه کې وویل چې دا پروګرام د اوږدو ارزونو او اصلاحاتو پایله ده او اوس د مصر تر ټولو ستر قرآني استعدادیابي پروګرام بلل کېږي. دا پروګرام د مصر د اوقافو وزارت او د متحده رسنیزو خدماتو شرکت په ګډې ملګرتیا سره جوړ شوی او موخه ئې د هېواد له ګوټګوټ څخه د وړ قاریانو کشف کول دي.
وزیر زیاته کړه چې د دې پروګرام راتلونکی لید داسې پلان شوی چې په دوامداره ډول د استعداد کشف او روزنه وکړي.
د پروګرام په ځانګړو برخو کې، د دواړو وروستیو ګډونوالو تلاوت به د مصر د قرآن کریم په ځانګړي تلویزیوني کانال خپرېږي او دوی به د وزارت د قاریانو اتحادئې غړیتوب ترلاسه کړي.
ا لازهري همدارنګه اعلان وکړ، هغه ګډونوال چې وروستیو پړاوونو ته نه رسېږي، هغوی ته به ځانګړې روزنیزې برنامې او ملاتړ برابر شي. هغه وویل: «هر څوک چې رښتینی استعداد ولري، ملاتړ به یې کېږي.»
https://iqna.ir/fa/news/4319062