
یکنانیوز د النباء له قوله راپور راکړ، الازهر پوهنتون د ټایمز ۲۰۲۶ کال د پوهنتونونو په نړیوالې رتبې کې د ۹۸ رتبې په ترلاسه کولوسره ، یوه نړیواله بریا ترلاسه کړې او یو بل بریالیتوب ئې هم خپل کړی دی.
د الازهر د څيړنو او تکمیلي تحصلاتو په چارو کې د الازهر پوهنتون دمشر مرستیال محمود صدیق په یولړ څرګندونو کې ووئيل،چې ده رتبه دمصر د لوړو زده کړو دنظام او د پوهنتون لپاره یوه بې ساری بریا ده او په درستې نړئ کې له معتبرو موسیسو او پوهنتونونو سره د پوهنتون د ګډو څیړنیزو پروژو په پراختیا او په نړیوالې حوزې کې د فعالیت دزیاتیدا او د عملي څيړنو دچاپیریال د وامدارې پراختیا ښودنه کوي.
محمود صدیق ووئيل، دغه بریا د الازهر د رهبرانو د ملاتړ په نتیجې کې او دغه راز د پوهنتون د مختلفو څانګو د ګډو هڅو،د نړیوالو ملګرتیاؤ د ولړتیا او د هغو علمی مشارکت نو د آسانولو په نتیجې کې چې د پوهنتون د نړیوالو سیالیو منل ئې زیات کړي دی، ترلاسه شوی دی.
هغه همداراز ووئيل، دغه پوهنتون دمګړئ د نویو څيړنیزو پروګرامونو په پرانیستو او د نوو څانګو ترمینځ د تخصصونو د لمن پر پراختیا چې د روغتیا، ټيکنالوجیکي، ژواک چاپيریال او آرټیفیشل اینټلیجنس په زمینو کې د ملی اونړیوالو مسئلو په خدمت کې وي ،تمرکز لري او هماغه شان د یوه علمي مخکښ اورګان په توګه چې خوندیتوب او ماډرنول سره ترکیب کوي،خپل رول پياوړي کولو ته دوام ورکوي.
د وئيلو ده چې د ټایمز د لوړو زده کړو د موسیسو اوپوهنتونونو د رتبه بندئ سسټم ،په نړئ کې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د مرکزونو د رتبه بندئ یو ترټولو مشهور سسټم دی.دغه رتبه بندي په لومړي ځل په ۲۰۰۴کال کې او ټایمز اوکیو ایس په ملګرتیا سره خپره شوه. دغې ملګرتیا تر۲۰۱۰ کال پورې د ټایمز ،کیو ایس درتبه بندئ په عنوان سره دوام درلود.
https://iqna.ir/fa/news/4319148