IQNA

په هند کې ۶۰۰ کلن جومات سوځول شوی

12:33 - November 30, 2025
د خبر لمبر: 3492084
ایکنا - هندي چارواکو پنځه کسان ددې په تور نیولي چې د اوتر پرداش صوبې  په شمال کې ئې په یوې سیمې کې کابو ۶۰۰ کلن جومات ته اور ورته کړی  دی.

 ایکنانیوز د  «الجزیره مباشر» له قوله راپور راکړ، دهندوستان د اوترپردیش صوبائي چارواکو هغه پنځه کسان نیولي چې ادعا کېږي د میرزاپور په سیمې کې ئې دغې سیمې یو لرغونی جومات سوځولی، په داسې حال کې چې د جومات امام پکې ويده و.

ځايي پولیسو د دوسیې له جوړولو وروسته،دوي د عبادت د ځاي د سپکاوي او د چاودېدونکو موادو د کارولو په تور نیولي دي.

آصف مستان، چې د سیمې یو اوسېدونکی دی، الجزیره مباشر ته وویل چې پېښه د سه‌شنبې په شپه کابو  ۲:۳۰ بجې رامنځته شوې ده.هغه زیاته کړه: چارواکي به ددې اورلګیدنې انګېزه وڅېړي،خو تاسې په هېواد کې د ضد اسلامي احساساتو له شدت څخه خبر ياست. دا ځوانان له کومه داسې فکر کوي چې دغه ډول کار وکړي؟ دا به ډېره سخته وي چې باور وکړو دوي یوازې عمل کړی وي. ښکاري چې تر شا ئې یوه لویه دسیسه پرته ده.»

هغه وویل: «شاید هدف دا وي چې د هندوانو او مسلمانانو تر مینځ فرقه وي شخړې راوپارول شي.پولیس کولی شي دا معلومات ترلاسه کړي.»

نوموړي زیاته کړه: «خلک یوازې د برید کوونکو زر نیول غواړي او دا چې وروسته له دې پېښې څخه د تاؤتریخوالو  د زیاتېدو مخه ونیول شي. هغوی دا هم غواړي چې ددې پېښې ترشا دسیسه په بشپړه توګه وڅېړل شي او ښکېل کسان د قانون منګلو ته وسپارل شي.»

د جومات امام، زاهد قادري، چې د پېښې پر مهال د جومات دننه ويده و،وويل چې کله یو ځايي ځوان ورته خبر ورکړ چې جومات ته اور اچول شوی،نو بيدار شو.هغه سمدستي اور مړ کړ او ژر تر ژره ئې پوليسو ته خبر ورکړ.

قادري ځايي رسنیو ته وویل؛هغه کسان  چې جومات یې سوځولی، ټولنیز ضده عناصر دي. دا یو تاریخي جومات دی؛ په سیمه کې تر ټولو پخوانی جومات دی. داسې پېښه تردې مخکې هېڅکله نه وه شوې.خلک دلته له یو بل سره په سوله کې ژوند کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4319616

captcha