IQNA

د « تلاوت حکومت » په تازه خپرې شوې برخې کې څه تېر شول؟

13:16 - November 30, 2025
د خبر لمبر: 3492087
ایکنا – د مصر د مشهور قاری  استاد شيخ طنطاوي له  درناوي د  قاهرې د قرآن راديو د تأسيس تر څرنګوالي پورې د پړاؤ په مناسبت یو لړ دستورې جوړې شوې.

ایکنانیوز د «صدی البلدله قوله راپور راکړ، د مصر د ټیلویژني پروګرام «د تلاوت حکومت » په تازه خپرې شوې برخې کې د خدای بخښلي  مصري قاري، شيخ محمد عبدالوهّاب طنطاوي، ژوند ته ځانګړې توجه وشوه او د هغه یاد ولمانځل شو.

 ، د قرائت د استعدادونو د پېژندلو دغه مصري ټيلویژني پروګرام د « ـ د مصر نامتو هنرمندې او رسنیزې څېرې اسعاد یونس»  ـ په غږ  ،د شيخ محمد عبدالوهّاب طنطاوي ژوند ته ځانګړی راپور وقف کړی و؛ هغه څوک چې د مصر او د اسلامي نړۍ د تلاوت له ستنو څخه و او په تلاوت کې ئې بې‌ساری غږ د قرآني مینه‌والو په ذهن کې نه‌هېرېدونکی میراث پرېښی دی.

په دې راپور کې د دغه مصري قاري د ژوند جزئیات بیان شول او ټینګار وشو چې هغه خپله قرآني لاره د دقهلیه په یوه کوچني کلي کې له مکتب‌خانې څخه پیل کړه او وروسته ئې نړېوال شهرت وموند.

آماده//از شرح زندگی قاری مصری تا چرایی تأسیس رادیو قرآن قاهره

طنطاوي د الازهر خطیب هم و، ګڼو هېوادونو ته یې سفرونه درلودل، او د هغه غږ د اورېدونکو د روح د زخمونو لپاره دوا بلل کېده.

د قاهرې د قرآن راډيو د تاسیس کیسه

په راپور کې زیاته شوه چې د قاهرې د قرآن رادیو د ۱۹۶۴ کال د مارچ په ۲۵مه د هغه مهال د مصر د ولسمشر، جمال عبدالناصر، په حکم رامینځته شوه. د دې رادیو خپرونې د قرآن درې ثبت شويو تلاوتونو سره پیل شوې چې ټول د حفص له روایت څخه وو او د مصر د درې لویو قاریانو په غږونو ادا شوي وو: شيخ مصطفی اسماعیل، محمد صدیق المنشاوي او عبدالباسط عبدالصمد. وروسته څلورم تلاوت د شيخ محمود علي البنا په غږ ورزیات کړای شو.

از شرح زندگینامه قاری مصری تا چرایی تأسیس رادیو قرآن قاهره

د زلمی قاري پیاوړې تلاوت

د « تلاوت حکومت » د پنځمې برخې خپرونه د وړوکي مصري قاري «عمر علي عوض محمد» د ښې او د ستاینې وړ اجرا سره مل وه چې د قاضیانو د  کمېټې حیرانتیا او ستاینه ئې را وپاروله.

جنجالي تلاوت

له بلې خوا، د سیالۍ یوه ګډونوال قاري، شيخ محمد سامي، د بقرې سورې د آیت ۱۸۶ تلاوت چې په کې الله تعالی وایي:

«وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ، أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ...»

(کله چې زما بندګان له تا زما په اړه پوښتنه وکړي، نو زه نږدې یم؛ د دعا کوونکي دعا مې هغه مهال قبوله وي چې زه رابولم)،ددغه آیت د اجرا او وړاندې کونې په وخت یوه جنجالی مسئله راپورته شوه.

 همدغه مسئله سبب شوه  کله چې د سیالۍ قاضي  شيخ طه نعماني ورته د وقف د جواز په اړه توضیحات ورکړل، نو سامي په ځواب کې وویل: د تلاوت پیل د «أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ» څخه، تر هغه چې د وقف امکان وي، روا دی.

همدا خبره د دې لامل شوه چې شيخ طه نعماني له هغه سره نوره روښانه خبره وکړي او ورته ووايي:

«که غواړئ سمه تلاوت ولرئ، باید د قرآن تفسیر ولولئ، ځکه تفسیر تاسو ته د درست وقف لار ښيي.

از شرح زندگینامه قاری مصری تا چرایی تأسیس رادیو قرآن قاهره

https://iqna.ir/fa/news/4319768

captcha