
ایکنانیوز له پاکستانه راپور راکړی، د علامه هروي تهراني د شخصیت تر ټولو مهمې ځانګړنې د هغه اغېزمن وعظ او خطاب،د علومو نقلولو او پراخه عقلي څېړنه، او د اوسمهال متفکرانو (لکه علامه اقبال لاهوري) د لارښود په توګه د هغه رول یادېږي. د هغه د ژوند او میراث دقیقه ارزونه د پراخو پټو سرچینو د بیا کتنې غوښتنه کوي. دا مقاله هڅه کوي چې د موجوده منابعو پر بنسټ د هغه د ژوند، آثارو، ښوونو او اغېزو یو منسجم انځور وړاندې کړي.
ژوندلیک
علامه عبدالعلي الهروي تهراني په ۱۲۷۷ هجري قمري کال کې په مشهد کې وزېږېد. لومړنۍ زدهکړې ئې په کورنۍ کې ترلاسه کړې، وروسته مدرسه فیضیه ته ولاړ او هلته د شیخ محمدکاظم خراساني همکلاس ؤ. نوموړي د ظاهري علومو ترڅنګ د باطني علومو غوښتونکی هم ؤ او د نفس د تزکیې اصول ئې له ملا محمداکبر ترشېزي څخه ترلاسه کړل.
هغه یو مهال په هرات کې اوسید، بیا د دیني علومو د زدهکړې لپاره عراق ته ولاړ او د ناصرالدین شاه په زمانې کې ایران ته راستون شو. ویل کېږي چې ناصرالدین شاه قاجار د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال مقام وړاندیز ورته وکړ او نوموړي د لنډ وخت لپاره دا منصب ومنلو.
وروسته هند ته ولاړ او په لاهور کې مېشت شو او هلته ئې علمي او تبليغي فعالیتونه پيل کړل. په همدې ځای کې ئې له علامه اقبال لاهوري سره آشنايي پيدا شوه. هغه په تفسیر، حدیث، فقې ، کلام او فلسفې کې ځانګړې مهارت درلود. سربېره پر فارسي او عربئ، په ترکي، روسي او فرانسوئ ژبو هم تر یوه حده ئې بلدتیا لرله؛ همدا ژبنی ډولوالی ئې د دې لامل شو چې له سیدانو، طلبه ؤ، علماوو او عامو خلکو سره په بېلابېلو کچو اړیکه ټینګه کړي.
علامه په ټوله نیمهوچه (هندبراعظمګي) کې ئې وعظونه کول او د «البرهان» په نوم میاشتنی مجله ئې خپروله. کله چې پنجاب او سند ته ورسېد نو د علامه محمد سبطین سرسوي په وینا، د سیمې شیعیانو یوازې ځینې جعلي روایتونه د اهلبیت علیهمالسلام د مصایبو په اړه په سندهي ژبه اورېدل. علامه صیب دغه جعلي روایتونه لیرې کړل او د اهلبیت (ع) اصلي او معتبر مصائب ئې خلکو ته وروپېژندل.
هغه یو وخت په کراچي کې هم اوسېدو او بیا ئې په شکارپور، پنجاب، پیښور (کوهاټ) او نورو سیمو کې وعظ او تدریس کاوه. د هغه د فعالیت ساحه داسې پراخه وه چې هم به ئې په علمي محافلو کې برخه اخیسته او هم به ئې د عامو خلکو لپاره د تبلیغ مجلسونه درلودل. دا د علم او تبلیغ ګډ مسیر د هغه د ژور اغېز یو مهم لامل و.
د علم ساحه او د تدریس طریقه
د علامه علمي کړنلاره د «نقلي استدلال» او «عرفاني ـ اخلاقي تمایل» یو ګډ ترکیب و؛ یعنې هغه به هم آیاتو او روایاتو ته مراجعه کوله او هم به ئې هڅه کوله چې د دین اخلاقي او تزکیهیي اړخونه خلکو ته روښانه کړي.
په تدریس او وعظ کې، علامه د زاهدانه سلوک، نرم بیان او ساده تفهیم له لارې د ټولنې مختلفې پرګنې مخاطب کړې. هغه په عامو مجلسونو کې محاوره ي ژبه کاروله او کله ناکله به ئې د خلکو د لا ښه پوهېدو لپاره سندهي، پنجابي او پښتو ژبې هم کارولې. دغه ژبنی ډولوالي هغه د ډېرو علماوو په مینځ کې ځانګړی کاوه.
آثار، مواعظ او خپرونې
هغه ته منسوب آثار زیاتره د مواعظو او خطبو ټولګې دي، چې د «مواعظ حسنه» په نوم یا د ځایي جزواتو او نشریاتو په بڼه خپاره شوي دي.
مهم ټکی دا دی چې د علامه آثار زیاتره د عامو خلکو او منځنیو طلبه ؤ لپاره لیکل شوي، نه یوازې د تخصصي پوهنتوني متنونو لپاره؛ یعنې هدف ئې د اخلاقو دودول، د دین عملي معارف او د ټولنې روحاني پیاوړتیا وه.
https://iqna.ir/fa/news/4320071