
ایکنا نیوز د الجزیرې له قوله راپور راکوي، د قرآن کریم ۱۰۵ زده کونکو حافظانو د غزې تړانګې د «نصیرات» کمپ په «سید قطب» جومات کې، په یولړ ولولناکو او شاندارو مراسمو کې، په یوې ناسته کې ټول قرآن کریم ختم کړ.
دغه صحنه چې د غزې د جګړې پر مهال د بمبارۍ د وېرې له امله په محدود ډول روانه وه، د جګړې تر پای وروسته په پوره ځواک سره بېرته راژوندۍ شوې ده.
د دې پروګرام تنظیموونکو او ګډونوالو د دې قرآني خوځښت د دوام لپاره خپله خوښي او ټینګ هوډ څرګند کړ.
د پروګرام یوه مسؤل وویل چې د دې مراسمو فضا بېسارې وه او ټینګار یې وکړ چې دا فعالیت له دوو یا تر هغې ډېرو کلونو ځنډ وروسته بېرته پیل شوی، ځکه چې مونږ د ظالمانه او ویجاړوونکې نیواک له امله له دې الهامبخښونکې فضا څخه محروم وو.
د فلسطیني شهید احمد ابو الروس مور، سره له دې چې د ټپونو، درد او جلاکیدا زخمونه یې لرل، دغه مراسم یې یو قرآني جشن وباله.
هغې وویل چې د دې قرآني جشن خوښي یې د شهیدانو ارواوو ته ډالۍ کړه او همدارنګه هغو ټولو کسانو ته چې د غزې له خلکو سره یې مرسته کړې ده، او ټینګار یې وکړ چې تر هغه وخته چې غزه قرآن لري، هېڅکله به ماته ونه خوري.
یوې بلې بوډئ ښځې، چې په ۱۹۴۸ کال کې زېږېدلې ده او د قرآن حفظ لپاره لوړ همت لري، وویل: له ۳۰ کلونو راهیسې د جومات او د قرآن د تلاوت ملګرې ده. هغې په ویاړ سره وویل چې د هغې ټول لمسیان په همدې جومات کې د قرآن حافظان شوي دي\
یوه ۷۶ کلنه مېرمن هم، له زړ بوډئ سره سره، د قرآن د ختم په پروګرام کې په ګډون خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: زه د قرآن له لارې داسې احساس کوم لکه له خدای سره چې ژوند کوم.
هغې زیاته کړه: زه د ۲۰۰۸، ۲۰۱۴ او ۲۰۲۳ کلونو د غزې په جګړو کې د درو شهیدانو مور یم، او زما ځینې لمسیان هم شهیدان شوي دي.
همدارنګه، د ګډونوالو له ماشومانو څخه ملک زهیر بسام الملف وویل: ما په هغو لومړیو ناستو کې چې په دې پروګرام کې مې ګډون وکړ، درې جزء قرآن ختم کړل.
هغه وویل: هیله لرم چې د قرآن ټول جزءونه ختم کړم او د الله په اجازه وکولای شم چې ټول قرآن کریم په یوه ناسته کې تلاوت کړم.
https://iqna.ir/fa/news/4322575