IQNA

عراقچي؛د افغانستان امنیت د سیمې د ټولو هیوادونو له ګټو سره تړلی

14:06 - December 14, 2025
د خبر لمبر: 3492160
ایکنا- په تهران کې په سیمه‌ییزه غونډه کې د روسیې، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون کړی، خو د افغانستان د طالبانو حکومت له ګډون څخه ډډه کړې ده.په داسې حال کې چې دغه ناسته د افغانستان د بدلونونو او ترینګلتیاؤ په باب ترسره شوې.

ایکنانینوز  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن په تهران کې د؛افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په غونډه» کې وویل،چې په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې لپاره یو ستراتیژیک ضرورت دی.

عراقچي ټینګار وکړ چې د افغانستان امنیت «په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو هېوادونو له ملي ګټو سره تړلی دی».

په دې سیمه‌ییزه غونډه کې د روسیې، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون کړی، خو د طالبانو حکومت له ګډون څخه ډډه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ منظم او دوامدار ډیالوګ یو ستراتیژیک ضرورت دی.

هغه زیاته کړه:«دا ډول ناستې نه یوازې د ناوړه تفاهمونو مخه نیسي، بلکې د اقتصادي، سرحدي او بشري سیاستونو او پروګرامونو د همغږۍ زمینه برابروي، متقابل درک پیاوړی کوي، د هېوادونو لیدلوري نژدې کوي او د تاوتریخوالي د کمېدو او رغنده همکاریو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کوي.»

عراقچي وویل:«هیڅ نسخه، چې د سیمې له هیوادونو پرته له نورو خواوو وړاندې شي، نه شي کولی د سیمې ستونزې او بحرانونه حل کړي، او وارداتي حل لارې او له سیمې بهر پرېکړې په هېڅ هېواد کې ثبات نه شي ټینګولای .

عراقچي د علامه اقبال شعر ته چې افغانستان د اسیا زړه بولي، اشاره وکړه ویې ویل چې «اقبال مبالغه نه ده کړې زموږ د سیمې راتلونکې له افغانستان سره غوټه شوې ده.»

د  افغانستان د طالبانو د  حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم  اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د تهران په سیمه‌ییزه غونډه کې به ګډون ونه کړي. د دې وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل، وویل چې طالبانو د ګډون رسمي بلنه ترلاسه کړې، خو پرېکړه یې کړې چې په دې غونډه کې برخه وانخلي.

د ضیا احمد تکل په وینا، د ګډون نه کولو لامل دا دی چې افغانستان دا مهال د سیمه‌ییزو سازمانونو او شته همکارۍ چوکاټونو له لارې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره فعالې اړیکې لري او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168422

captcha