IQNA

د امام خمینی(ره) په نړیوالې جایزې کې د ۱۳ هېوادونو د فکري شخصیتونو ګډون

10:28 - December 04, 2025
د خبر لمبر: 3492110
ایکنا- د اسلامي فرهنګ او ارتباطاتو اداره  به ددسمیر  ۲۶  په ورځ د کال له یو له مهمو فکري او فرهنګي پیښو سره په تهران کې د امام خمینی(ره) نړیواله جایزه ترسره کړي.

د ایکنا د راپور له مخې، د اسلامي فرهنګ او اړیکو  ادارې  د دې پیښې د رسمي اعلامیې پراساس ویلي چې دا جایزه د امام خمینی(ره) د لیدتوګو، ارزښتونو او فکري لارې د پیژندلو او ستاینې لپاره رابرسیره شوې ده.

دغه نړیواله جایزه د امام خمینی(ره) د افکارو د خپرولو او ژورولو پر بنسټ ده، چې هدف یې د هغو څېړونکو، فرهنګي، سیاسي او ټولنیزو فعالانو هڅونه او ملاتړ دی چې د تاثیر لرونکو آثار تولیدولو او د افکارو په خپرولو کې ئې هڅه کړې ده.

د امام خمینی(ره) نړیواله جایزه د هغه فکري او معنوي میراث د درناوي سمبول دی او دا د نړیوالو اړیکو د پراختیا، علمي او فرهنګي همغږۍ او راتلونکي نسلونو ته د الهام بخښونکو نمونو د وړاندې کولو لپاره یو فرصت بلل کیږي.

دا پیښه به د اسلامي فرهنګ او ارتباطاتو د ادارې په همکارۍ سره ، له ۱۳ هېوادونو څخه د ۲۰ زیات فکري او څېړنیزو شخصیتونو په ګډون او د داخلي محققانو او پوهانو له ګڼ شمېر برخه اخیستونکو سره په تهران کې د مشرانو دغونډو په هال کې ترسره شي.

حضور اندیشمندان ۱۳ کشور جهان در رویداد جهانی امام خمینی(ره) در تهران

https://iqna.ir/fa/news/4320533

captcha