IQNA

په جرمنی کې د قاضیانو لپاره پر حجاب بندیز یوه جنجالي موضوع شوه

10:34 - December 04, 2025
د خبر لمبر: 3492111
ایکنا – په جرمني کې  د هسن د یو قضایي پلاوي  لخوا د یوې محجبه او سترمنې  قاضی د کار کولو د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې نیواکه کونکي وايي چې دا د دیني حقونو د توپير د لرونکو د  حقوقو خلاف دی.

د ایکنا د راپور له مخې، د جرمني د هسن عدالت د  قاضیانو د پلاوي  په دې حکم صادر کړ چې حجاب د محکمې د بې‌طرفۍ په اصولو باندې منفي تاثیر لري، او په دې توګه یوه مسلمانه سترمنه ښځه د قاضی په توګه له خدمت کولو منع کړه.

د هسن اداري محکمې د دوشنبې په ورځ خپله پرېکړه اعلان کړه او د مقاماتو د دې پرېکړې تایید ئې وکړ.

د دارمشتات محکمې په یوه اعلامیې کې منلې ده چې د دې ښځې د دیني ازادۍ حق د جرمني د اساسي قانون له مخې یو مهم حق دی، خو په ورته وخت کې حکم شوی چې دغه حق ته باید د نورو قوانینو په توګه د حکومت د بې‌طرفۍ او د محکمې د ګډونوالو د دیني ازادۍ په اصولو کې ځای ورکړل شي.

د محکمې د اعلامیې له مخې، دغې قاضی ته د هغې د درخواست د مرکې پر مهال پوښتنه شوې چې آیا د محکمې د ګډونوالو سره د اړیکو په ترڅ کې به روسری له سره لیرې کړي  او که نه؟ هغې څرګنده کړې وه چې دا کار به ونه کړي.

هسن مقامات د دې قاضی درخواست رد کړ او استدلال ئې وکړ چې د دیني سمبول لباس  اغوستل د دولت د بې‌طرفۍ اصل خلاف ورزی کوي او دا ممکنه ده  د قضایي سیسټم په اړه  عامه باور ته زیان ورسوي.

په اکتوبر میاشت کې، په نیدرزاکسن ایالت کې هم ورته حکم صادر شو چې یوه ښځه د قاضی په توګه د روسری یا سکارف له اغوستلو پرته خدمت کولو غوښتنه کړې وه.

ممنوعیت حجاب برای قضات در آلمان بحث برانگیز شد

د براونشویګ د عالي محکمې حکمي پرېکړه وکړه چې د ایالتي قانون له مخې، قاضیان د محاکمو په ترڅ کې د سیاسی، مذهبي یا ایدیولوژیکي نظریاتو د سمبولونو ښکاره کولو څخه منع دي، او دغه محدودیت د غیر روحانی قاضیانو باندې هم تطبیق کیږي.

د مذهبي آزادۍ د مدافعینو په وینا، دغه حکمونه په ټولنیزو رسنیو کې له سختو نیوکو سره مخ شوي دي او وايي چې د جرمني  تفسیر د دولت د بې‌طرفۍ څخه د توپير یوه وسیله جوړه شوې ده نه د واقعي بې‌طرفۍ.

منتقدین وایي چې داسې حکمونه په ځانګړې توګه پر مسلمانو ښځو اغېز کوي او د هغوی لپاره د حقوقي او دولتي دندو کې په ګډون کولو کې لوي خنډونه را منځته کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4320601

captcha