IQNA

د مصر د نړیوالو قرآني سیالیو 32 پړاؤ پیل شوی

14:12 - December 08, 2025
د خبر لمبر: 3492127
ایکنا - د مصر د قرآنی سیالیو  د ۳۲  پړاؤ  د پرانستې مراسم پرون د دې هېواد د نوې اداري پلازمېنې په اسلامي کلتوري مرکز کې ترسره شول.

  ایکنا نیوز د newsroom له قوله راپور راکړ، د مصر د قرآنی سیالیو د  ۳۲  پړاؤ  د سیالیو د پرانستې دا مراسم چې د دغه هېواد د اوقافو وزارت له لوري ترسره کېږي، د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۶مه، د شنبې په ورځ، په اسلامي کلتوري مرکز کې ترسره شول.

مراسم د مصر د وتلي قاري، شیخ محمود الشحات انور د قرآن په تلاوت پیل شول؛ هغه قاري چې سږني سیالۍ د ده د پلار په نوم نومول شوې دي.

د مصر د اوقافو وزیر، اسامه الازهري،د پرانستې په په دستورو کې پخپلې وینا کې وویل: د قرآن نړیوالې سیالۍ له هغو مهمو پېښو څخه دي چې وزارت ئې هر کال ورته پراخ چمتووالی نیسي. هغه څرګنده کړه چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د منتخبو قاریانو د ګډون په هدف، د انسانې او اداري سرچینو پراخ  بسیا کول شوي دي.

د اوقافو وزیر زیاته کړه چې دا سیالۍ د هغو پخوانیو اوقافو وزیرانو د هڅو برکت دی چې د تېرو دورو تر څار لاندې یې ترسره کړي دي. هغه د هغوی د بریالیتوب دعا وکړه او د وزارت په چارو یې د الهي برکت غوښتنه وکړه.

الازهري وویل: سږنی پړاو له اویاؤ د ډېرو هېوادونو د ګډون شاهد دی، چې دا د سیالیو د مخ پر زیاتېدونکي نړیوال حیثیت څرګندونه کوي. هغه د ګډون کوونکو په لېست کې پر هېوادونو لکه ګابن، کامرون، فرانسه، هند، نایجېريا، قزاقستان، چاډ، اوګاندا، سویلي افریقا، بوسنیا او هرزګوینیا، بنګله‌دیش، الجزایر، کانګو، زامبیا، سریلانکا، یمن، روسیې فدراسیون، اندونیزیا، لبنان، قطر، ماليزیا، مراکش او مصر نومونه واخستل.

د مصر د اوقافو وزیر ځانګړې مننه او هرکلی د مهمانو، د قاضیانو د پلاوي د غړو، په ځانګړې توګه توفیق ابراهیم (له اردن هاشمي)، شیخ حسین ادریس، زیاد عبدالقادر (له لبنان) او شیخ محمد احمد (له موریتانیا)، او نورو عربي او اسلامي هېوادونو د قاضیانو  لپاره وړاندې کړ.

هغه وویل: مصر په تاریخي ډول د ښکلو قرآني تلاوتونو مرکز پاتې شوی دی. هغه زیاته کړه چې که څه هم قرآن په مکه کې نازل شوی، خو په مصر کې په تر ټولو ښکلو غږونو  ئې تلاوت شوی دی.

وزیر په رسمي ډول د سیالیو د پیل اعلان وکړ او د دې سیالیو او د قرآن د خدمت کونکو په ملاتړ کې ئې د ولسمشر له مرستو څخه مننه وکړه.

د سیالیو د نغدي جایزو ارزښت ۱۳ میلیونه مصري پونډونو ته رسېږي چې دا د مصر د نړیوالو قرآني سیالیو په تاریخ کې تر ټولو لوړه جایزه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4321216/

captcha