
ایکنا نیوز د رویټرز له قوله راپورراکړ، خبري سرچینو ویلي چې د استرالیا په سیډني ښار کې د یهودانو د «حنوکا» د جشن پر ګډونوالو د نامعلومو وسله والو له لوري د ډزو په پایله کې تر دې دمه ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د استرالیا د پولیسو د رسنیو ټیم ویلي چې لږ تر لږه ۱۰ کسان په دې ډزو کې وژل شوي، چې یو له هغوی څخه یو بریدګر هم دی. دوهم بریدګر ټپي شوی او د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
همدارنګه لږ تر لږه ۱۲ کسان په دې برید کې ټپیان شوي دي. خو ځينی راپورونه ښئ چې نور په لسګونو کسان ټپیان شوي دي.
د دې برید په غبرګون کې، د استرالیا د امامانو ملي شورا او د نیو ساوت ولز د امامانو شورا په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي:«موږ په بونډي سیمه کې دا ډزې په کلکه غندو.»
همدارنګه د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي:«زه په سیدني کې پر هغو یهودي کورنیو د خونړي برید له امله سخت خواشینی شوی یم چې هلته راټولې شوې وې، او دا برید په کلکه غندم.»
عبري رسنیو د سیدني د خونړي حنوکا جشن د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه نوي جزییات خپاره کړي دي.
د راپورونو له مخې، حاخام «ایلي شلانګر» چې د صهیونیستي «حباد» غورځنګ استازی و، په دې برید کې وژل شوی او د استرالیا د یهودانو د شورا مشر ټپي شوی دی.
له بلې خوا، د صهیونیستي رژیم مشر اسحاق هرتسوګ د استرالیا د دې پېښې په اړه ویلي:
«زموږ خويندې او وروڼه په سیدني کې تر ترهګریزو بریدونو لاندې راغلي دي. د حنوکا په جشن کې ګڼ شمېر ګډونوال حاضر وو.»
په همدې حال کې د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر نفتالي بنت او د استرالیا اوسني لومړي وزیر انتوني البانیزي هم دې پېښې ته غبرګون ښودلی دی.
نفتالي بنت په خپل انسټاګرام کې لیکلي:«د استرالیا حکومت د بونډي د ساحل د دې وحشتناک قتل عام مسوولیت پر غاړه لري.»
هغه زیاته کړې:«د حنوکا شمعې بلول د ویرې په صحنه بدل شوي دي. له میاشتو راهیسې د استرالیا یهودانو د یهود ضد چلند د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکاوه. زه د استرالیا له حکومته غواړم چې سمدستي د یهودي ټولنو د ساتنې لپاره اقدام وکړي او له یهود ضد کرکې سره په جدي توګه مبارزه وکړي. یهودیان باید په هېڅ ځای کې، حتا په استرالیا کې هم، د خپل ژوند په اړه اندېښنه ونه لري.»
د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي هم په یوه اعلامیه کې دا پېښه «سخته ټکان ورکوونکې او خواشینوونکې» بللې ده او ویلي یې دي:
«پولیس او د بیړنیو مرستو ډلې د پېښې په ځای کې حاضر دي او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره هڅې کوي. زه له ټولو زیانمنو شویو کسانو سره خپله خواخوږي څرګندوم.
https://iqna.ir/fa/news/4322842