
د ایکنا د راپور له مخې، شیخ احمد بن حمد الخلیلي د؛ایکس؛ ټولنیز چینل په خپل رسمي اکاؤنټ کې ولیکل: د غزې تړانګې خراب هوايي وضعیت، سخت بارانونه، سیلابونه او وژونکې یخنۍ پر ټولو مسلمانانو او د درد احساس لرونکو خلکو دا فرض ګرځولی چې د مرستې، ژغورنې او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ور ودانګي.
هغه زیاته کړه:هغه مخکې جوړ شوي کورونه چې د غزې په سرحدونو کې بند پاتې دي، باید هر څومره ژر وي د داخلېدو اجازه ورکړل شي، او پر هر هغه لوري چې د دغو کورونو د داخلېدو مخه نیسي، باید دباؤ پرې واچول شي.
الخلیلي وویل: دا د نېکو کارونو د همکارۍ یوه څرګنده بېلګه ده، چې خیر غوښتونکي باید ورڅخه مخکې شي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» د جمعې په ورځ د غزې په تړانګه کې د توپان او سېلابي بارانونو په یادولو سره خبرداری ورکړ چې د غزې د څه باندې ۸۰۰ زره وګړو ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی، چې نیمايي یې ماشومان دي.
یونیسف ادارې په یوې جدی اعلامیې کې د غزې په وړاندې د نړیوالې ټولنې پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل:نړیواله ټولنه ناکامه شوې ده، او موږ د غزې ماشومان ناهیلي کړي دي، هغه ماشومان چې لا هم د ژمي په اوږدو کې د مخنیوي وړ لاملونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د دې صندوق د اعلان له مخې، د غزې په تړانګه کې د اوربند له پیل راهیسې ۸۲ ماشومان مړه شوي دي، چې دا ډېر ټکان ورکوونکی وضعیت دی او باید ودرول شي
همدارنګه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کاري موندنې ادارې (اونروا) عمومي کمېشنر، فلیپ لازاریني، د جمعې په ورځ د «بایرون» توپان له امله د غزې د انساني ناورین په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل:د غزې فلسطینیان، چې هر څه یې له لاسه ورکړي، له یوې نوې څپې کړاوونو سره مخ شوي دي.
د پنجشنبې له سهاره راهیسې، یو سخت هوايي سیستم د غزې له تړانګې تېر شوی او د سختو بارانونو له امله د غزې په بېلابېلو سیمو کې د بېځایه شویو زرګونه خېمې تر اوبو لاندې شوې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4322717