
ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د قرآن دغه ډنمارکي ژباړه چې د ډنمارکۍ ختیځپوهې الین ولف لهخوا ترسره شوې، په بشپړه توګه په علمي او معیاري ژبه چمتو شوې او په ۵۴۴ مخونو کې خپره شوې ده.
الین ولف چې د قرآن د ژباړې لپاره ئې درې کاله وخت لګولی، ویلي چې د دې ژباړې د چاپ او خپرولو موخه دا ده چې د اسلام سپېڅلی دین د ډنمارک خلکو ته ور وپېژني
هغې په دې اړه وویل: د دې ژباړې له وړاندې کولو سره به ډنمارک وال له اسلام سره بلد شي او هغه ناوړه تفاهمونه ، دروغ او تورونه چې د اسلام د څېرې او حیثیّت د بدنامولو لپاره ورباندې لګېدلي، تر یوه حده به له مینځه ولاړ شي.
دې دانمارکۍ ژباړونکې خپل دا کار د خپل هېواد د افراطي زوړپال او ښي پالو ګوندونو پر وړاندې یو ډول ځواب وباله.
د نورو هېوادونو د قرآن له ژباړو سره په توپیر، دا ژباړه یوازې په ډنمارکي ژبه ده او د عربي متن سره یوځای نه ده راغلې. د دې کار دلیل دا دی چې ژباړونکې باور لري یوازې له دانمارکي متن لوستونکي سره د معنا پر تمرکز کې مرسته کوي، او نه غواړي لوستونکی د دوو ژبو ترمینځ سربداله شي، حتی که لوستونکی له دواړو ژبو ناخبره وي.
د یادونې وړ ده ،سره له دې چې ژباړونکې هڅه کړې ساده او اسانه ژبه وکاروي، خو ژباړه ئې پیاوړې، روانه او له ادبي پلوه په لوړه کچه ده. همدارنګه، په دې ژباړه کې د آیتونو د نزول اسباب نه دي راوړل شوي، چې ځینې یې دا د ژباړې یوه لویه نیمګړتیا بولي، ځکه د قرآن د معنا د سم فهم لپاره د نزول اسباب مهم ګڼل کېږي
همدارنګه په دې ژباړه کې د «الله» کلمه نه ده کارول شوې او پر ځای یې د GOD (خدا) کلمه راغلې ده، حال دا چې د کتاب پر پوښ ځینې قرآني عبارتونه لکه «قرآناً عربیاً» او «اُمالکتاب» لیکل شوي دي
الین ولف د دې قرآن د ژباړې په اړه وویل: د قرآن ژباړه کوم اسان کار نه و، بلکې ډېر سخت او ستړی کوونکی و او له درو کلونو زیات وخت ئې واخیست.
عبدالواحد پډرسن، چې د دانمارکي توکمه امامانو له ډلې څخه دی، د دې ژباړې په اړه وویل: دا ژباړه دانمارکیانو ته د قرآن د فهم دروازې پرانیزي او د اسلام د دیني ښوونو په اړه د عامه تفکر په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
په همدې تړاو، د دانمارک د اسلامي مرکز مشر جهاد الفرا د پدرسن نظر تایید کړ او ویې ویل: د هغو مسلمانانو لهخوا د قرآن نه ژباړل، چې نه مالي توان لري او نه علمي وړتیا، یوه نیمګړتیا ده چې باید جبران شي.
هغه هیله څرګنده کړه چې د دې ډول ژباړو د پراختیا او بشپړتیا لپاره هڅې زیاتې شي، څو دا ژباړې د مسلمان اقلیت لپاره یو باوري مرجع وګرځي
د یادونې وړ ده چې په دانمارک کې د قرآن لومړۍ ژباړه په ۱۹۶۷ میلادي کال کې د عبدالله مادسن لهخوا خپره شوه، چې یو دانمارکيتباره مسلمان و. خو سره له دې چې له لس زرو څخه زیاتې نسخې وپلورل شوې، د ډنمارک مسلمانانو دا ژباړه په رسمیت ونه پېژندله، ځکه ژباړونکی د احمدي فرقې پورې تړلی و او په دې کتاب کې ګڼې لغوي تېروتنې او ستونزمن اصطلاحات موجود وو. الین ولف په خپلې ژباړه کې، چې په دانمارک کې د قرآن دوهمه ژباړه بلل کېږي، دا تېروتنې سمې کړې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4322798