
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د لویدیځې آسیا په چارو کښې د امریکې لاسوهنه او د سیمه ایز نظم ګډوډول له تیرو څو لسیزو راهیسې د ګډوډۍ او ناامنۍ د رامنځته کیدو او د ترهګرو ډلو د جوړیدو سبب شوي دي. د هغو ډلو چې په لاسو کښې یې د لویدیځوالو وسلې دي او د هغوي له خوا یې مالي تامین کیږي او د زړو او ځوانانو، ښځو او ماشومانو ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي چې په خپل ټوپک څوک په نښه کوي. زوړ او ځوان او ښځې او ماشومان او پوځي یا ملکي وګړي چې هغه د هرې عقیدې او مذهب خاوند ووي، د ترهګرۍ له نظره برابر دي.
ایران له کلونو راهیسې د سیمه ایز ثبات او امنیت د ساتنې هڅه کوي او له سیمې د امریکې او د ترهګرۍ د نورو ملاتړو په وتلو ټینګار کوي. په دې منځومان کښې ، د "منصور لجه اي" په نوم د ۱۶ کلن ایراني بلوچ ځوان د شهادت خبر یو ځل بیا دې مسئلې ته پام راواړوه، تر دې چې #شهید_منصور_لجهای هیشټیګ د فارسۍ په ایکس فضا کښې ټرینډ شو. د پارس ټوډی په دې لیکنه کښې د دې موضوع په هکله د ایکس ټولنیزې شبکې د ایراني کاروونکو نظرونو ته یوه کتنه کوو.
د "صادقي" په نوم یو کارونکي لیکلي، د شهید لجه اي سني مذهب ته په اشارې سره لیکلي دي: ترهګر اجیرې ډلې شیعه یا سني نه پیژني؛ بلکې موخه یې یوازې د خلکو د ارامښت او یووالي خرابول دي. وروستۍ پیښه یې هم دا دوه ورځې مخکښې په فهرج کښې د یو ۱۶ کلن بلوچ ځلمي شهادت دی. هغه شهید شو او ژوند ورته د خپلو ارمانونو د پوره کولو فرصت ورنه کړ.
«دختر انقلاب» په هم دې لړ کښې ولیکل: ۱۶ کلن ځلمی شهید بلوچ او اهل سنت دی چې د ترهګرۍ ښکار شو. له اهل سنتو او بلوچ قام څخه د دفاع په هکله د ترهګرو ډلو ادعاوې دروغ دي او د شیعه او سني په شمول د ملکي وګړو وژله، د دې ډلو په نظره کښې هیڅ فرق نه کوي.
د «بلوچ» په نوم یو بل یوزر ولیکل: له دې امله چې ترهګرې ډلګۍ پوهیږي چې بلوچان د نورو قومونو ترڅنګ د اسلامي جمهوریت تر مقدس بیرغ لاندې ولاړ دي او په وطن میئن دي، د بلوچ ځوانانو زړه چاودوي. شهید منصور لجه اي بلوچ او اهل سنت و. دنیا دې واوري او پوهه دې شي.
په هم دې لړ کښې «بلوچ نور» ټینګار وکړ: ترهګري نه شیعه پیژني او نه سني، نه بلوچ او نه فارس. خو قربانیان یې تل، خلک دي لکه د شهید منصور لجه اي، هغه ځلمی چې بیګناه مړ شو.
د «سیّد بلوچستان» په نوم یو بل یوزر د شهید لجه اي د انځور په خپرولو سره ولیکل: دا اهل سنت بلوچ ځلمی پرون(سه شنبه) هغه مهال چې ترهګرې ډلګۍ د کرمان ولایت په فهرج کښې د تلاشۍ د پوسټې په لور ډزې وکړې، له دریو خادمو پولیسانو سره یوځاې شهید شو. د دغه شهید ځلمي هویت منصور لجه اي دی چې دغه وخت د فهرج د تلاشۍ په پوسټه کښې موجود و او هیڅکله کور ته ستون نه شو.
«یلدا بانو» هم په یو ټویټ کښې څرګنده کړه: د شیعه او سني په شمول د عامه خلکو وژله، د دغو ډلو په نظر کښې هیڅ فرق نه کوي.
د «مهدی سرگزی» په نامه یو بل یوزر ولیکل: د تالي څټو ډلګیو په ونډه غوښتنه کښې پرون د بلوچ قام اقتصاد قرباني کیده خو نن د بلوچستان د غوره ځوانانو سرونه قرباني کیږي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168526