
ایکنانیوز د الخلیج له قوله راپور راکړی، دغه میوزیم د مصر د اوقافو د وزیر اسامه الازهري او د دغه هیواد د فرهنګ او کلتوري چارو د وزیر احمد فواد هنو په شتون سره پرانیستل شو او دغه دواړو وزیرانو ئې د مخلتفو برخو کتنه وکړه.
په دغه میوزیم کې د محمد رفعت،عبدالفتاح شعشاعی،طه الفشی، مصطفی اسماعیل،محمود خلیل الحصری،محمد صدیق منشاوي،ابوالعینین شعیشع،محمد البناء، استاد عبدالباسط عبدالصمد،محمد محمودطبلاوی او احمد الرزیفی پشمول د مصر د یولسو لوړپوړو قاریانو شخصي آثار پکې شامل دي او ددغو کورنیو کورنیو د میوزیم د لیدو په دستورو کې شتون درلود.
ددغه میوزیم پلانونه انجنئير کریم الشاپوري ترسره کړې ده او دا ځاي څلور اصلي ستر هالونه لري او د یوشمیر قاریانو ته د الازهر د ډالۍ شوي قرآنونو اجازت نامې، د خطي نسخو، نادرو آثارو یوه ټولګه پکې ساتل کیږي.
همداراز د غوره تلاؤتونو(ګلچین) د آوریدو تخصصی هال د میوزیم یوه بله برخه ده چې د قاریانو د لازیاتې پيژندګلوۍ او دهغوي د تلاؤتونو د آوریدو لپاره کتونکو ته یوه جامعه تجروبه وړاندې کوي.
د مصر د اوقافو وزیر په دغو دستورو کې وووئيل؛ د قرآن دقاریانو د میوزیم مخ کتنه مینځلاري دینی هویّت د ساتنې او د تلاؤت د سمبولونو د ساتلو لپاره یو مهم ګام دی چې قرآن کریم له غوږونو مخکې د خلکو زړونو ته ورسوي.
هغه ووئيل ، دمصر قاریان د قرآن په علومو، او په خالصانه او عالی اجرا کې مهارت سره نغښتي او همدغه چاره سبب شوې ده د دوي تلاؤتونه د مختلفو نسلونو لپاره په یوه فکری مکتب بدل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4323165