
زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکوي، د انګلستان حکومت د مسلمانانو پر وړاندې د دښمنۍ د تعریف یوه مسوده ارزوي چې پکې د «له اسلامه د ویرونې » اصطلاح نه ده کارول شوې.
ځینو فعالانو استدلال کړی چې له اسلامه د ویرولو پروسې د مفهوم هر ډول ملاتړ «کېدای شي پر دین پخپله نیوکه کول ستونزمن کولی شي». په داسې حال کې چې د هغې کاري ډلې غړي، چې د دې تعریف د وړاندې کولو هڅه کوي، وایي دا تعریف د قانوني کرښو له تېرېدو پرته د وګړو پر ملاتړ تمرکز لري.
دا کاري ډله د تېر کال په فرورۍ میاشت کې د مسلمانانو پر وړاندې د دښمنۍ د یوه عملي تعریف د وړاندې کولو لپاره جوړه شوې او خپل وړاندیز ئې د اکتوبر په میاشت کې حکومت ته وسپاره.
که څه هم دا تعریف به قانوني بڼه و نه لري، خو داسې چوکاټ به رامنځته کړي چې حکومتي ادارې وکولای شي د هغه له لارې دا روښانه کړي چې کوم ډول چلند د مسلمانانو پر وړاندې د نه منلو وړ ګڼل کېږي، او همداراز چارواکو سره به مرسته وکړي چې د مسلمانانو پر وړاندې تعصب او د کرکې له امله رامینځته کېدونکي جرمونه درک او اندازه کړي.
د دې تعریف د مسودې له مخې، اسلام ضده احساسات هغه عمل ته ویل کېږي چې پکې کسان په جنائي کړنو لاس پورې کوي یا نور ورته هڅوي؛ لکه تاوتریخوالی، د شتمنیو زیانمنول، ځورونه یا وېروونه—که فزیکي وي، که لفظي، لیکلي یا ا نټرنیټي —پر مسلمانانو یا پر هغو کسانو چې د دین ، توکم یا ظاهري بڼې له مخې مسلمان ګڼل کېږي.
د انګلستان د حکومت لهخوا معرفي شوې کاري ډلې تېره اوونۍ د کور جوړونې وزارت لهخوا وړاندیز شویو اصلاحاتو د څېړلو لپاره غونډه وکړه. د بحث له موضوعاتو څخه یوه دا وه چې ایا د «نژادپالنې» یا د ډلهییزې نژادپالنې اصطلاح باید د مسلمانانو پر وړاندې د دښمنۍ په تعریف کې وکارول شي که نه.
د کارګر ګوند، وروسته له دې چې په ۲۰۱۹ کال کې ئې د پخواني محافظهکار حکومت هغه ګډ وړاندیز رد کړ—چې اسلامهراسي یې «د نژادپالنې یوه بڼه بللې وه چې د مسلمانانو څرګندونه یا بڼه په نښه کوي»—ژمنه کړې وه چې له اسلامه د ویرونې یو نوی تعریف به وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4323596/