IQNA

د سیډني له ترهګر برید وروسته د مسلمانانو پر وړاندې دوه ګوڼی سیاست

12:03 - December 18, 2025
د خبر لمبر: 3492179
ایکنا- د آسټریلیا د سیډني د بونډي ساحل یهوديانو پر یوه جشن برید یو ځل بیا وښودله چې ټولنیزې رسانۍ او افراطي بهیرونه له هر فرصته د مسلمانانو او کډوالو د بدنامولو لپاره کار اخلي.

 ایکنانیوز  د trtworld له قوله راپور راکړ، پر بونډي ساحل د یهودیانو په جشن باندې برید یو پېچلي حقیقت ته اشاره کوي: سره له دې چې تاوتریخوالي او افراط پالنې د یهوديانو یو جشن په نښه کړی و، خو هغه سړی چې بریدګر  ئې ټينګ کړ اوورڅخه ئې وسله په زوره واخسته، یو مسلمان ،. دا موضوع په اسټریلیا کې د دیني پیروکارو  د ملامتولو په اړه د انتخابي سیاستونو بربنډوونکې ده.

یو مسلمان مېوه‌پلورونکی او د بونډي ساحل د پيښې کتونکی احمد الاحمد، ، له بریدګر سره مخ شو او د برید د لازیاتو مرګ ژوبلو او  تاوانونو  ئې په بشپړ ډول مخنیوی وکړ، هغه ځان په مستقیم ډول له خطرې سره مخ کړ.

دا مطلب د پاکستاني شنونکي سید انس د مقالې پر بنسټ لیکل شوی چې متن یې  ستاسو خدمت ته هم و ړاندې کیږي:

د آسټریلیا د د سیډني د بونډي ساحل ډزې، چې د یهودیانو د حنوکا جشن په لومړۍ ورځ وشوې، تر هر څه مخکې یوه ژوره انساني ټريژیډي او ریښه‌لرونکی تاوتریخوالی و.

هغه شېبه چې د دینی مراسمو او ټولیزې غونډې لپاره ځانګړې شوې وه، په بې‌رحمانه ډول په وینو واوښته؛ لږ تر لږه ۱۵ کسان پکې ووژل شول، کورنۍ ئې د غم ټغر ته کېناستلې او یو ښار په ویر کې ډوب شو

هر بحث باید له دې درک سره پیل شي چې دا برید د یهودي ټولنې پر یوه مقدس وخت شوی او قربانیان د  انصاف مستحق دي.

خو تاریخ ښئي چې دا ډول ټولیز زیانونه ډېر کم یوازې تر ویر پورې محدود پاتې کېږي.

په لوېدیځو ټولنو او د نړۍ په ډېرو برخو کې، د عامه تاوتریخوالي پېښې زر د پراخو سیاسي روایتونو برخه ګرځي، ډېر وخت لا له دې مخکې چې بشپړې څېړنې وشي او انګېزې روښانه شي.

د برید له څو ساعتونو وروسته، ټولنیزې رسانۍ ـ په ځانګړي ډول X ـ له اټکلونو، کنایو او ښکاره تورونو څخه ډکې شوې چې مسلمانان ئې په نښه کول.

هغه پوسټونه چې تاوتریخوالی ئې له اسلام، کډوالۍ یا «ظاهرا مسلمانې افراط‌پالنې» سره تړه، سره له دې چې هېڅ تایید شوی ثبوت نه و، په چټکۍ خپاره شول.

ځینو کاروونکو حتی د کرسمس اړوند د اورلوبو ویډیوګانې خپرې کړې، څو دا ادعا وکړي چې «اسلام‌پال » د بونډي ساحل پر یهودیانو د وژنې لمانځنه کوي. ځینې ناسم معلومات تر ملنډو پورې رسېدل

دا بې‌بنسټه غبرګونونه هغه مهال هم زیات شول چې چارواکو د زغم غوښتنه کوله او څېړنې روانې وې.

هغه څه چې دا غبرګون لا روښانه کوي، هغه حقیقت دی چې دا روایتونه یې پېچلي کړل، خو د پام وړ ونه ګرځېد.

د بریدګر په بې‌وسلې کولو کې د مسلمان وګړي رول ته پاملرنه  ونه شوه!

یو له هغو کسانو څخه چې د برید د درولو لپاره ئې ځان له خطرې سره مخ کړ،پخپله مسلمان و. احمد الاحمد، چې په بونډي ساحل کې موجود  و، له بریدګر سره مخ شو او  له هغه ئې په داسې حال کې چې پر خلکو ئې ناتار ډزې کولې په زوره ټوپک  واخست او هغه ئې بې وسلې  کړ، او ځان یې مستقیم خطرې سره مخ کړ. د هغه کړنو بې له شکه د ډېرو خلکو ژوند وژغوره.

خو د الاحمد رول ته د هغو بې‌اساسه تورونو په څېر، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د مسلمانانو پر ضد ولګېدل، چندان پام ونه شو.

کله چې بریدګر مسلمان وي ـ یا داسې انګېرل کېږي ـ دا ډول پېښې ژر د تمدني ګواښ په توګه انځورېږي.

له دې وروسته د څارنې د سختولو، د دیني څرګندونو د محدودولو او د کډوالۍ د لا سختو سیاستونو غوښتنې راپورته کېږي

خو کله چې بریدګر مسلمان نه وي، نو د نفسیاتي ناروغۍموضوع ، د مجرم یا رواني بې‌نظمۍ تر عنوان لاندې راولي.

پایله یې د تاوتریخوالي یوه انتخابي تګلاره ده، چې پکې هویت د شواهدو پر ځای د تفسیر بنسټ جوړوي. د مسلمانانو پر ضد کرکه د تایید اړتیا نه لري؛ بلکې د وېرې، ابهام او تکرار له لارې وده کوي.  

https://iqna.ir/fa/news/4323247

captcha