IQNA

12:42 - December 18, 2025
د خبر لمبر: 3492181

د قرآن کریم د سپکاوي په غندنې کې د یمن د پوهنتوني ټولنې د کرکې او غوسې ننداره

د یمن په لکونو خلکو د دې هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یوه پراخ پوهنتوني او محصلیني حرکت له لارې، د قرآن کریم پرله‌پسې سپکاویو ته—چې د امریکا او صهیونیسټي  وحشي وګړو له لورې ترسره شوي—خپله غوسه، کرکه او غیرت وښود او واټونو ته ووتل  او دا اسلام‌ضده کړنې ئې په  کلکه وغندلې.

د قرآن کریم د سپکاوي په غندنې کې د یمن د پوهنتوني ټولنې د کرکې او غوسې ننداره

ایکنانیوز  المسیره له  قوله راپور راکو،  د یمن  بېلابېل ولایتونه پرون  د ولسي، پوهنتوني او محصلینو  پراخو لاریونونو شاهدان وو. دا حرکتونه د قهر، کرکې او غیرت له څپو سره مل وو او په ترڅ کې ئې په امریکا او  د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې  د قرآن کریم د پرله‌پسې سپکاویونه  غندنه و شوه ؛ وروستی  مثال ئې هغه ښکاره سپکاوی و چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د یوې کاندیدې  له‌خوا ترسره شوی دی . دا صحنې د هغه روان نرم جنګ دوام تاییدوي چې د اسلامی  امت  سپېڅلتیاوې او ایماني هویت په نښه کوي.

، د یمن په پلازمېنه صنعا کې، د صنعا پوهنتون استادانو او محصلینو د «د قرآن کریم پر وړاندې د امریکايي ـ صهیونیستي سپکاویو  رد» په عنوان سره  پراخ لاریون ترسره کړ. ګډونوالو د سپېڅلو ارزښتونو د سپکاوي په غندنې کې د یمن د خلکو پریکنده   دریځ څرګند کړ او ټینګار ئې وکړ چې دا جرمونه تصادفي پېښې نه دي، بلکې د یوه منظم یرغل په چوکاټ کې ترسره کېږي چې د اسلامي امت ایمان او بنسټیز ارزښتونه په نښه کوي.

د لاریون د تنظیموونکو له‌خوا په خپرې شوې اعلامیې کې د وحشي او تیریګر  صهیونیسټي رژيم د بدماشیو   او تیریو پر وړاندې—که هغه سخته وي او که نرمه—د یو پیاوړي، هوښیار او هدفمند حرکت پر اړتیا ټینګار وشو. اعلامیې د دې جرمونو پر وړاندې د چوپتیا او بې‌پروائۍ د  خطرې په باب  هم خبرداری ورکړ او دا ئې خیانت وباله چې د ملت عزت او ایمان کمزوری کوي. همداراز له خلکو او شخصیّتونو ، په ځانګړي ډول له پوهنتونوالو ، وغوښتل شول چې خپل قهر او ښکاره رد څرګند کړي او له قرآن کریم سره خپل عملي او احساسي تړاو لا پیاوړی کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4323411

captcha