IQNA

په نحف اشرف کې د حضرت فاطمة زهرا (س) د صحن او شبستان افتتاح

12:51 - December 18, 2025
د خبر لمبر: 3492182
ایکنا- له ۱۴ کلونو د ولسي مشارکت او د اهل‌بیت(ع) د مینه‌والو له هڅو وروسته، دعراق په نجف  اشرف کې د حضرت فاطمة زهرا(س) صحن د حضرت امام  علي(ع) د سپېڅلي مرقد ترڅنګ بشپړ شو او  علوي مقدس  آستان ته وسپارل شو.

د ایکنانیوز  د خبریال د راپور له مخې، هغه زیارت‌کوونکي چې تر ۱۳۹۰  لمریز کال مخکې  د حضرت علي(ع) حرم ته تللي وو، ښه پوهېږي چې د ولایت او امامت  دلومړی ستوري  امیر المومنین  حرم ډېر کوچنی و؛ داسې فضا چې عملي ډول یوازې هغه کوټه پکې وه چې سپېڅلی ضریح پکې واقع ؤ او څو وړې څنګیزې  برانډې ئې  درلودې.

خو د صدام له سقوط وروسته او د ایرانيو او نورو نړیوالو  زیارت‌کوونکو  د نړۍ له ګوټ‌ګوټ څخه  د رسول الله بزرګوار د جانشنین او د امامت او ولایت د لومړي ځلانده ستوري ددغه ستر شخصیت د مینه‌والو د سفرونو له زیاتېدو سره، په ځانګړي ډول د حسینی اربعین  د نړیوال کېدو له امله، د علوي مقدس حرم پراختیا یوه جدي اړتیا وګرځېده.

هدیه محبان حضرت فاطمه(س) به آستان حضرت علی(ع)؛ صحن حضرت زهرا(س) افتتاح شد

په نجف اشرف کې د امیرالمؤمنین علي(ع) د سپېڅلي مرقد ترڅنګ د حضرت فاطمه زهرا(س) صحن او شبستان د چهارشنبې په ورځ د ایرانيو او عراقي و چارواکو په شتون کې پرانیستل شو. دا یوه ویاړمنه ودانۍ ده چې د ایراني–اسلامي معمارۍ له مخې جوړه شوې او د ایران د ملت د معنویت، تاریخ او تمدن د پیوستون ښکارندوی ده.

د امیرالمؤمنین علي(ع) د سپېڅلي حرم د پراختیا دغه پروژه، چې د حضرت فاطمه زهرا(س) په مبارکې نامې سره نومول  شوې، د ایرانيو انجنیرانو او استادکارانو له کلونو هڅو وروسته د حرم ظرفیت شل چنده زیات کړی دی.

صحن حضرت زهرا(س) در آستان مقدس علوی افتتاح شد

صحن حضرت زهرا(س) در آستان مقدس علوی افتتاح شد

https://iqna.ir/fa/news/4323183/  

captcha