IQNA

د نړیوال میراث په لېست کې د پیغمبر(ص) د میلاد او د قرآن د دوسیې د ثبتولو لپاره د عراق هڅه

6:28 - December 20, 2025
د خبر لمبر: 3492186
ایکنا - په یونسکو (د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې ) کې د عراق استازي وړاندیز کړی چې د سپېڅلي پیغمبر حضرت محمد(ص) د نیکمرغه میلاد ورځ او د قرآن کریم دوسیه د نړیوال میراث په فهرست کې شامله شي، څو د آسماني کتاب قرآن کریم د سپکاوي مخه ونیول شي.

یکنا نیوزد مېډل ایسټ نیوز په حواله راپور راکړی، اسعد ترکی سواري، چې په پاریس کې د یونسکو د ملګرو ملتونو په تعلیمي، علمي او کلتوري  ادارې  کې د عراق دایمي استازی دی، په یولړ څرګندونو کې ووئيل،هغه د یونسکو په مرکز کې د اسلامي هېوادونو د سفیرانو د ډلې په غونډې کې دوه وړاندیزونه کړي دي؛ یو د اسلام د سپېڅلي پیغمبر حضرت محمد(ص) د میلاد د ورځې د ثبت په اړه او بل د قرآن کریم د دوسیې په اړه، څو دا دواړه د یونسکو په نړیوال میراث فهرست کې شامل شي.

هغه ټینګار وکړ: له دغو وړاندیزونو څخه یو ئې د دې لپاره وړاندې شوی چې د حضرت محمد(ص) د میلاد د ورځې لمانځنه د نړیوالې حافظې (Memory of the World) په فهرست کې ثبت او ملاتړ ترې وشي.

سواري زیاته کړه: د دوهم وړاندیز، یعنې د قرآن کریم د دوسیې  د ثبتیدا هدف دا دی چې د هغو کړنو مخه ونیول شي چې ځینې حکومتونه ئې اجازت ورکوي، څو توندلاري  او افراط پال د نړۍ په عام محضر کې د قرآن کریم په سپکایو  او شلولو یا سوځولو سره ددغه  آسماني کتاب سپکاوی وکړي او په ښکاره ډول اسلامي امت له  ننګونې سره مخ کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4323296

captcha