IQNA

د غزې په ملاتړ او د قرآن کریم د سپکاوي د غندنې په باب د یمن د میلیونی خلکو مظاهرې

6:44 - December 20, 2025
د خبر لمبر: 3492189
ایکنا - د یمن په میلیونونو خلکو پرون د جمعې ورځې ددغه هیواد د صنعا پشمول په نورو لسګونو ښارونو کې د «قرآن کریم او فلسطین د ملاتړ لپاره بسیج او چمتووالی» په عنوان سره  لاریونونه وکړل. دوي د قرآن کریم نسخې له ځان سره پورته کړې وې  او د اعتراضي شعارونو په ویلو سره ئې د قرآن کریم او د مظلوم فلسطیني ولس ملاتړ اعلان کړ.

ایکنانیوز د  المیسیره  نټ له  قوله راپور راکړ، د دې پراخو مظاهرو ګډونوالو د جمعې په ورځ ټینګار وکړ چې د جنایتکارو او وحشي ډوله  افراطیانو په  وسیله د قرآن کریم هر ډول سپکاوی د ټول اسلامي امت پر وړاندې تېری بلل کېږي، او د یمن ولس د مقاومت او د دښمنانو پر وړاندې د مقابلې په ټولو ډګرونو کې حاضر دی. لاریون کونکو په زغرده ووئیل؛ د یمن د خلکو له قرآن سره ژمنتیا یو ثابت ایماني اصل دی او هېڅ ډول دباؤ او برید نه شي کولی دوي د مقاومت له لارې واړوي. دوی همدارنګه د مظلوم فلسطیني ولس د ملاتړ او د دښمن پر وړاندې پر بشپړ چمتووالي ټینګار وکړ.

 د دغه میلیوني  لاریون په پاییزې اعلامیې کې ویل شوي چې د  قرآن کریم پرله‌پسې سپکاوي جلا پېښې نه دي، بلکې د امریکا، صهیونیستي رژیم او بریتانیا په مشرۍ د یوې پراخې جګړې برخه ده، چې د نړیوالې همدستۍ او د عربي هېوادونو د شرموونکي چُپتیا تر سیوري لاندې د اسلامي امت هویت، ایمان او سپېڅلي ځایونه په نښه کوي.

په اعلامیې کې راغلي چې په ډګر کې  د یمن د خلکو پراخ میلیوني شتون د قرآن کریم پر وړاندې د هر ډول سپکاوي پر کلک مخالفت دلالت کوي او د مظلوم فلسطیني ولس د ملاتړ لپاره د ټینګې عقیدې بیاځلي اعلان او د هر ډول ګواښ پر وړاندې د بشپړ بسیج او چمتووالي څرګندونه ده، چې یمن او سیمه په نښه کوي.

په دې اعلامیه کې د قرآن کریم پر وړاندې د یادو هېوادونو د زیاتېدونکو سپکاویو په ځواب کې د امریکايي او اسراییلي توکو د بایکاټ غوښتنه شوې، او دا کار ئې یو اخلاقي او دیني اقدام بللی دی.

د دې لاریون ګډونوالو یو ځل بیا د صهیونیستي رژیم د ظلم او تېري پر وړاندې د درېدو ژمنه تازه کړه او اعلان ئې وکړ چې یمن به د قرآن کریم او د مظلوم فلسطیني ولس تر څنګ ولاړ پاتې شي.

څو ورځې وړاندې، د امریکا د کانګرس د راتلونکو ټاکنو یوې کاندیدې د دې هېواد د افراطي ښي اړخو ډلو د جلبولو لپاره د قرآن کریم سپکاوی وکړ. نوموړې د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب د سوځولو پر مهال ژمنه وکړه چې که د کانګرس په ټاکنو کې بریالی شي، په ټیکساس ایالت کې به د اسلام شتون پای ته ورسوي. دغه اسلام‌ضده کس، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملاتړ مخینه هم لري، ادعا وکړه چې مسلمانان غواړي مسیحي هېوادونه ونیسي.

https://iqna.ir/fa/news/4323828

captcha