
ایکنانیوز د «مسلم میرر» له قوله راپور راکړی، د هغې ویډیو خپرېدل چې پکېد بهار ایالت اعلی وزیر، نیتیش کومار، د یوې مسلمانې ښځې له سره روسري یا ټيکړئ لیرې کوي، پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
دا پېښه د تېرې دوشنبې په ورځ د دغې صوبې په مرکز پټنه کې، د یوې غونډې پر مهال رامینځته شوه، هغه مهال چې یوې مسلمانې ښځې، ډاکټر نصرت پروین، ته د بدیل طب د ډاکټرې په توګه د ګمارنې لیک ورکول کېده.
د ویډیو له خپرېدو وروسته، په ټولنیزو چینلونو او د هند په سیاسي کړیو کې د قهر څپه راپورته شوې ده، او د کانګرس پشمول سترو ګوندونو د بهار صوبې د اعلی وزیر دا اقدام غندلی دی.
د نیتیش کومار د ځوابویلو او استعفا غوښتنې په داسې حال کې زیاتې شوې دي چې دې پېښې یو ځل بیا د شخصي کرامت، دیني ازادۍ او د لوړو چارواکو لهخوا له مسلمانو ښځو سره د چلند موضوع د عامه پاملرنې د توجه مرکز ګرځولې ده.
د دې غیراخلاقي اقدام په غبرګون کې، د جماعت اسلامي هند، جماعت علمای هند او مجلس علمای امامیه په ګډون، د هند اوو اسلامي ګوندونو او ډلو ټپلو، د کومار پر اقدام نیوکه کړې او دا پېښه ئې «د حجاب، د ښځې د عزت او عفت سپکاوی» بللی دی.
ددغو ګوندونو په ګډې اعلامیې کې راغلي: دا خبره باید درک شي چې د مسلمانو ښځو لپاره حجاب یوازې د جامو یوه ټوټه نه ده؛ بلکې د هغوی د دینی هویت، شخصي عزت او د باطني ښکلا څرګندونه ده. دغو اسلامي تنظمیونو او ګوندونو له دې افراطي سیاستوال څخه د بخښنې غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا، د دغې پېښې د غندنې په اړه یو پرېکړهلیک د پاکستان د پنجاب صوبائي اسمبلۍ ته وړاندې شوی، چې پکې دا عمل د انساني کرامت، مذهبي ازادۍ او د ښځو د حقونو ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.
دا پرېکړهلیک په ګډه د پنجاب اسمبلۍ د غړو، رانا محمد ارشد، راحله خادم حسین او څو نورو قانونجوړونکو لهخوا وړاندې شوی دی.
په پرېکړهلیک کې دا اقدام یو شرمناکه پېښه بلل شوې او په کلکه غندل شوې ده. همدارنګه ویل شوي چې د واک لرونکو کسانو لهخوا دا ډول چلند په هره متمدنه ټولنه کې د زغم وړ نه دی او د اقلیتونو پر وړاندې د متعصبانه او واکمنمحوره لید څرګندونه کوي.
له بلې خوا، د بخښنې نړیوال ادارې (ایمنستي انټرنشنل) اعلان وکړ چې د بهار د اعلی وزیر دا اقدام د هغې ښځې پر کرامت، ازادۍ او هویت ښکاره تېری دی.
د امنستي انټرنشنل د مدیره پلاوي مشر «آکار پټیل» ټینګار وکړ چې دا عمل د وېرې بنسټیز کېدو، د توپیر د عادي کېدو او د برابرۍ او دینی ازادۍ د بنسټونو د کمزورېدو لامل کېږي.
هغه د دې چلند د کلکې غندنې، د مسؤل کس د حسابورکولو، او د عاجلو ګامونو غوښتنه وکړه، څو دا ډاډمنه شي چې هېڅ ښځه به بیا له ورته سپکوونکي چلند سره مخ نه شي
د بهاراتیا جنتا ګوند (بی جې پي)او د هغه متحدین له ډېر وخت راهیسې د مسلمانو ښځو د حجاب د کارولو پر ضد مبارزه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4323643